1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد: د رژیم ړنگیدل سیمې ته ناورین راوړي

سید ریاض (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۱۷, شنبه

بشارالاسد ویلي دي چې د هغه د رژیم راپرځیدل به په سیمه کې «د ډیرو کلونو» له پاره بې ثباتي رامنځ ته کړي. له بلې خوا اوباما ویلی دي چې د سوریې د کړکیچ په اړه به د منځني ختیځ له متحدینو سره خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/18Axx
GettyImages 98099063 Syrian President Bashar al-Assad attends the closing session of the Arab League Summit in the Libyan coastal city of Sirte on March 28, 2010. Arab leaders met behind closed doors to thrash out a united strategy against Israel's settlement policy as the Jewish state accused them of lacking moderation and blocking peace efforts. AFP PHOTO/JOSEPH EID (Photo credit should read JOSEPH EID/AFP/Getty Images)
Bashar al-Assadانځور: AFP/Getty Images

بشارالاسد له دوو ترکي رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي: «ټوله نړۍ په دې خبره پوهیږي چې که چیرې سوریه تقسیم شي او یا هم ترهګر ځواکونه د هیواد کنترول تر لاسه کړي، نو پر شاوخوا ټولو هیوادونو به مستقیمه ناوړه اغیز ولري.» د اسد د دغه مرکې ویدیویي بڼه د جمعې په ورځ د فیس بوک پر ټولنیزه پاڼه خپره شوې ده.

اسد په دې مرکه کې زیاته کړې ده: «ښایي دغه څه پر هغو هیوادونو چې له منځني ختیځ څخه وړاندې د لویدیځ، ختیځ، شمال یا سویل په لور پراته دي په پرله پسې ډول اغیزه ولري. دا به د څو کلونو او آن د څو لسیزو د بې ثباتې په معنی وي.»

په سوریه کې د رژیم د ځواکونو او پاڅون کوونکو تر منځ روانې جګړې او بشري ناورین ته په کتو سره، سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اپریل میاشتې پنځمه نیټه) اعلان وکړ چې بارک اوباما به په راتلونکو اوونیو کې د سیمه ییزو مشرانو کوربه توب پر غاړه ولري او په دې اړه به ورسره خبرې وکړي. په دغو مشرانو کې د اردن، ترکیې، قطر او عربي اماراتو مشران شامل دي.

د امریکایي چارواکو د وینا له مخې اوباما به د اپریل میاشتې په ۲۶ نیټه د اردن له پاچا عبدالله دویم سره او د مې میاشتې په ۱۶ نیټه د ترکیې له لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره وویني.

ترکیې او اردن په تیرو دوو کلونو کې د اسد پر ضد د پاڅون کلک ملاتړ کړی دی او اوس په دواړو هیوادونو کې د سوریې زیات شمیر کډوال اوسیږي.

بشارالاسد په دغه مرکه کې کې پر اردوغان نیوکه وکړه او انقره یې «د سوریې د خلکو په وژنه کې د مستقیمې ونډې په لرلو» تورنه کړه. بشارالاسد په دې اړه وویل: «د سوریې اور به ترکیې ته وغځیږي. له بده مرغه [اردوغان] دغه حقیقت نه ویني. اردوغان له اسرائیلو سره په ګډه کار کوي چې سوریه له منځه یوسي [...] خو د سوریې دولت را و نه پرځید او د سوریې خلکو مقاومت وکړ.»

بشارالاسد زیاته کړه: «موږ ناپوهه او بې تجربې مشرانو ته اجازه نه شو ورکولای چې د ترکانو او عربانو اړیکې خرابې کړي.»

دمشق په متواتر ډول انقره په دې تورنوي چې د اسد د رژیم مخالفینو ته روزنه، وسلې او مالي امکانات برابروي. د ملګرو ملتونو په وینا اوس مهال ترکیه د  ۲۶۰۰۰۰ سوریایي کډوالو کوربه توب پر غاړه لري.

په یوه بله مرکه کې چې د روانې اوونې په پیل کې خپره شوې بشارالاسد پر عرب لیګ او د هغوی پر دې پریکړه چې په نوموړي سازمان کې یې د سوریې څوکۍ اپوزیسیون ته ورکړې هم نیوکه کړې ده. هغه په دغه مرکه کې ویلي دي: «عرب لیګ د مشروعیت له نشتوالي سره مخامخ دی. دغه ټولنه د هیوادونو استازیتوب کوي نه د عربانو، نو له دې امله نه چاته مشروعیت ورکولای شي او نه یې له چا اخیستلی شي. حقیقي مشروعیت د سازمانونو، د بهرنیو چارواکو او یا هیوادونو له لوري نه ورکول کیږي [...] مشروعیت دا دی چې د خلکو له لوري یوه کس ته ورکړل شي.»

زیاته شوې ده چې له اوباما سره به د اپریل د میاشتې په ۱۶ نیټه د عربي متحده اماراتو ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان، او د اپریل د میاشتې په ۲۳ نیټه د قطر امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني، لیدنې وکړي.

سپینې ماڼې همداشان اعلان کړی دی چې د اپریل د میاشتې په یوولسمه نیټه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون او اوباما تر منځ په لیدنه کې سوریه د اجندا مهمه موضوع وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب