1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد د پارلماني ټاکنو اعلان کړی دی

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

په جنگ ځپلي هیواد سوريه کي به د اپریل میاشتي پر ۱۳یو نوی پارلمان انتخاب سي. دغه نېټه واکمن بشارلاسد ټاکلې ده. تر دې څو ساعته مخکي امريکا او روسيې په دغه هیواد کي پر اوربند باندي موافقه وکړه.

https://p.dw.com/p/1I0Ew
Syrien Präsident Bashar al-Assad
انځور: picture-alliance/dpa/Sana

په سوريه کي وروستۍ ټاکني په ۲۰۱۲م کال کي تر سره سوي. هر څلور کاله وروسته باید انتخابات وسي. صنعا خبري آژانس ليکي چي جمهور رئيس بشار اسد د انتخاباتو د نیټې ټاکلو تر څنگ په یوه فرمان سره د هر ولایت د چوکيو وېش هم معلوم کړی دی. خو د سوريې له پاره د نړیوالي موافقې پر اساس، لومړی باید په ژنیو کي د ملگرو ملتونو په منځگړیتوب په دغه هیوادکي پر یوې سیاسي پروسې باندي معامله وسي او هغه پای ته ورسیږي.

د اوسنیو پلانونو پر اساس باید لومړی یو مؤقتي حکومت جوړ سي، بیا نوي اساسي قانون بشپړ او تر هغه وروسته بیا انتخابات وسي.

د شنبه له ورځي څخه اوربند

د انتخاباتو نېټې تر ټاکلو مخکي واشنگټن او مسکو په سوريه کي د اوربند پر شکل او ډول باندي موافقې ته سره ورسیدل. اوربند باید د شنبې له ورځي څخه نافذ سي. د موافقې پر اساس باید د جنگ ټول اړخونه د جمعې تر ورځي پوري خبر ورکړي، چي آیا د اوربند شرایط مني؟ اوربند به په اول سر کي د دوو اوونیو له پاره وي.

خو هغه گروپونه چي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ترهگرو ډلو په نامه درجه بندي سوي دي، په دغه پروگرام کي نه شاملیږي. لکه داعش او ال نصره جبهه.

له هغوی سره به بیا هم روسيه او امريکا متحد ايالات جنگیږي. خو دغه ټکی د یاغي ډلو په منځ کي له شک او تردید سره مخامخ سوی دی. ځکه هغوی بیره لري چي روسيه به پر دغو ډلو باندي د بمبارۍ په پلمه معتدله یاغي ډلي هم بمباري کړي.

پوتین او وباما تلیفوني خبري کړي

د امريکا متحدو ايالاتو او روسيې جمهور رئيسانو بارک اوباما او ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د دغي مسودې په باب تليفوني خبري کړي دي. پوتین وروسته د روسيې په تلویزون کي ویلي دي، چي اوس په سوريه کي له کلونو راهيسي ویني توېدو د بندیدو ريښتنی چانس موجود دی.

هغه زیاته کړې ده: «مسکو به په دمشق کي د سوريې له قانوني چارواکو سره په گډه له ټولو لازمو امکاناتو څخه کار واخلي، چي اوربند مراعت سي.» د پوتین په خبره «امريکا متحد ايالات هم باید اوس له خپلو متحدانو څخه ورته غوښتنه وکړي.»

اوباما ویلي دي چي اوس باید دې ته تمرکز وسي چي د سوريې حکومت او اپوزيسون له خوا مثبت عکس العمل ښکاره سي. د هغه په خبره، ټول ښکېل اړخونه باید دې ته تمرکز وکړي، چي د خلکو غم او کړاو ته خاتمه ورکړي، د ملگرو ملتونو د سولي پروسه تقويه او د «اسلامي دولت» ډلي یا داعش پر ضد مبارزه وکړي.