1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد پاڅون کوونکو ته د پوځي برید اخطار ورکړی دئ

۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعه
https://p.dw.com/p/15FgD

د سوریې حکومت، پاڅون کوونکو ته اخطار ورکړی دئ چې د دوی په مقابل کی به د پوځي حملې څخه کار واخلي. د دولتي رسنیو په حواله د اپوزیسیون جنګیالي ۲۴ ساعته وخت لري چې خپلی وسلې پر مځکه کښېږدي. که نه نو په اصطلاح د ترهګرو په مقابل کې به د پوځي بریدونو څخه کار واخیستل سي.

په دې ترڅ کی د ملګرو ملتونو څارونکو د لمړي وار له پاره د بندري ښار ال حفا څخه هم لیدنه وکړه په کوم ښار کې چې حکومتي ځواکونو او پاڅون کوونکو اته ورځي پر له پسې سخت جنګونه سره وکړل. دغه ښار اوس تقریباً خالی سوی دئ. مخکی تر دې حکومت اعلان کړی وو چې د هغوی سرتېرو د ال حفا ښار د ترهګرو څخه پاک کړی دئ. د اپوزیسون په حواله پر دغه ښار باندې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۰ انسانان وژل سوي دي.