1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو ته د اوباما سفر سمبوليکه بڼه لري

مسعود جهش (رويترز)۱۳۹۱ اسفند ۳۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په داسي حال کې د چهارشنبې په ورځ اسرائیلو ته سفر وکړ چې اوس هم د فلسطین د شخړې د حل له پاره کومه نوې کړنلاره نه لري. د ایران اتومي پروګرام ښايي د اوباما د سفر اصلي موضوع وي.

https://p.dw.com/p/180Wa
President Barack Obama waves as he boards Air Force One at Andrews Air Force Base, Md., Saturday, Nov. 17, 2012, en route to Southeast Asia. (Foto:Cliff Owen/AP/dapd)
USA Obama Asien Reise Abfahrtانځور: AP

دا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه اسرائیلو ته د بارک اوباما لومړی سفر دی. دغه سفر ښايي تر ډیري کچي پوري سمبولیک ارزښت ولري. تمه نه کیږي چې د دې سفر په پایله کې به اوباما د فسلطین د شخړې د حل له پاره دي د کومي نوي کړنلاري وړانديز وکړي.

پلان شوې ده چې اوباما به په دې سفر کې د اسرائیلو له ولسمشر بنیامین نتانیاهو، سره وویني. هغه به همداراز د فلسطین د خودمختارې ادارې له مشر محمود عباس سره هم وگوري او یو شمیر اسرائیلي زده کوونکو ته به وینا وکړي.

امریکايي چارواکي وایي چې ولسمشر اوباما به په خپل دې درې ورځني سفر کې د اسرائیلي او فلسطیني چارواکي دې ته وهڅوي چې یو ځل بیا په خپل منځ کې خبري اتري پیل کړي. د اوباما د سفر یو بل مهم هدف به د اسرائیلو ولسمشر ته د دې خبرې ډاډ ورکول وي چې امریکا به اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي. ولسمشر اوباما به همداراز له سوله ییزي لاري د سوریې د شخړې د حلولو پر سر هم بحثونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ چارواکو په ډیري باریکۍ سره دا خبره کړې ده چې د ولسمشر اوباما دغه سفر ښايي لویې لاس ته راوړنې و نه لري.

له بلې خوا په بیت المقدس کې د سړک د غاړې پر څراغونو باندې امریکايي او اسرائیلي بیرغونه ځړول شوي دي. د بیرغونو تر څنګ داسې شعارونه چې ورباندي «نه ماتیدونکې ملګرتیا» لکیل شوي دي هم په سترګو کیږي. خو ډیر شمیر کارپوهان دې خبرې په ځان بسیا کړي دي چې دغه سفر به کومه لویه لاس ته راوړنه و نه لري.

په تل ابیب کې راوت انستیتیوت مشر ګریدي ګرینستاین، وايي چې دغه سفر په یوه مناسب وخت کې پلان شوی دی. هغه زیاتوي: «داسې ښکاري چې امریکا او اسرائیل د ایران په موضوع کې یو بل ته د ويلو له پاره کومه نوې خبره و نه لري. د سوریې په اړه هم امریکا کوم روښانه لیدلوری نه لري او د فلسطین په مسئله کې هم هغوی یو ګام شا ته ورځي.»

په ورته وخت کې د روسیې له خوا بلنه

یوازې څو ساعته مخکې له دې چې بارک اوباما اسرائیلو ته ورسيږي، د دې هیواد ولسمشر بنیا مین نتانیاهو، ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا روسيې ته بلنه ورکړه سوه.

په دې سفر کې له اوباما سره د هغه د بهرنیو چارو نوی وزیر جان کیري، هم مل دی. ایران ښايي د اوباما د سفر د اجندا په سر کې وي. امریکا او اسرائیل پر دې خبره باندي سره توافق لري چې باید هڅه وکړي چې ایران هیڅ کله هم اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. خو دغه دواړه هیوادونه پر دې خبره سر توافق نه لري چې که د ایران په موضوع کې دیپلوماتیکې هڅې کومه پایله ور نه کړي، نو څومره ژر باید د دې هیواد پر وړاندې په پوځي يرغل لاس پورې شي.