1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو د توغنديو د دفاع نوی سيستم و ازمويه

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه

اسرائيل په روان وخت کي د توغنديو دوه دفاعي سيستمونه لري. يو له ايران څخه د ليري واټن ويشتونکي توغنديو د دفاع له پاره او بل له غزې تراډي څخه د نژدې واټن ويشتونکي توغنديو د دفاع له پاره.

https://p.dw.com/p/16pjK
انځور: Reuters

د اسرائيلو د معلوماتو له مخي اوس دغه هیواد د منځني واټن ويشتونکي توغندی د دفاع له پاره سيستم جوړ سوی دئ. د اسرائيلو تلويزيون ويلي دي، چي د منځي واټن ويشتونکو بالستيکي توغنديو د دفاعي سيستم کاميابي ازمويني دا وښودله چي اوس به له ۵۰ څخه تر ۲۵۰ کيلومتره واټن ويشتونکي بالستيکي توغندی هم په هوا کي شنډ سي.

د اسرائيلي پوځ د معلوماتو له مخي، د تيري سه شنبې په ورځ په دغه مخفي ازموينه کي، چي د دغه هيواد په جنوب کي ترسره سوه، د «Davids Sling» دفاعي سيستم، په هوا کي يو توغندی شنډ کړ.

د توغنديو دغه دفاعي سيستم چي د امريکا د وسلو جوړولو له Raytheon شرکت سره په گډه جوړ سوی دئ په ۲۰۱۴ کال کي په کار ولويږي، او په هوا کي به تقريباً تر ۳۰۰ کيلومتره نيژدې واټن ويشتونکي توغندی شڼد کړای سي.

په دې سره اسرائيل غواړي، چي تر ټولو دمخه د حزب الله بنيادگر سازمان له بريدونو، څخه دفاع وکړي. حزب الله له لبنان څخه اسرائيل گواښي.

د اسرائيلو د دفاع وزرات د کړيو د معلوماتو له مخي دغه ازموينه بايد په ۲۰۱۳ کال د ريښتينو شرايطو په پام کي نيولو سره ترسره سوې وای. خو د يوه «عمومي احساس اړتيا» په خاطر ازموينه تر وخت مخکي ترسره سوه.

د دغه دفاعي سيستم د ازمويني پرمهال اسرائيل په غزې تراډه کي له حماس سره په جگړه بوخت وو.

Israel Raketenabwehr - System Iron Dome
انځور: picture alliance/landov

اسرائيل په روان وخت کي یوازي د «Arrow» په نامه د توغنديو دفاعي سيستم لاره، چي د ليري واټن ويشتونکو بالستيکي توغنديو، چي له ايران يا سوريې څخه وتوغول سي په هوا کي شنډي کړي.

اسرائيلو له حماس سره د غزې په وروستۍ جگړه کي د «Iron Dome» له دفاعي سيستم څخه کار واخيست.

د اسرائيلو د معلوماتو له مخي د غزې تراډي په وروستۍ جگړه کي د حماس له خوا پر اسرائيلي خاوره باندي د توغول سوو توغنديو له جملې څخه ۸۵ سلنه توغندی د دغه سيستم په مرسته په هوا کي شنډ سول.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم