1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو له قطره د خالد مشعل د ايستلو ادعا کړې

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۷, چهارشنبه

اسرائیل وایې چې قطر د حماس د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل له دغه هیواد څخه ایستلی دی. د حماس مشران دغه ادعا ردوي او قطر تر اوسه پوري په دې هکله غبرگون ښوولی نه دی.

https://p.dw.com/p/1EG5v
انځور: Getty Images/AFP

د اسرائیلو دولت د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ۶مه) اعلان وکړ چې قطر د حماس د سیاسي دفتر مشر له خپل هیواد څخه ایستلې دی. که دا خبره رښتیا وه نو دا د اسرائیلو له پاره په سیاسي ډگر کې یو لوی بری دی. د حماس چارواکو د اسرائیلو دغه ادعا«بې اساسه» بللې ده. د دغې ادعا پر بنسټ خالد مشعل به ترکیې ته ولاړ شي.

د اسوشيېتد پرس خبري آژانس په حواله د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره «د حماس د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل د ایستلو په هکله د قطر حکومت د پریکړي هرکلی کړی دی».

په دغه بیانیه کې اشاره شوې ده چې قطر دغه تصمیم د اسرائیلو د دیپلماتیکو فشارونو په نتیجه کې نیولی دی. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې ویلي دي: «موږ د ترکیې له دولت څخه تمه لرو چې دې ته ورته مسئولانه چلند وکړي».

په غزه او قطر کې د حماس چارواکو د اسرائیلو دغه ادعا رد کړې ده. د حماس ډلي یوه مشر او د خالد مشعل نژدې ملگري عزت رشق، له «دوحې» څخه د مشعل د اخراج خبره نه ده منلې. هغه ويلي دي: «له دوحې څخه د ورور خالد مشعل د وتلو خبر هیڅ اساس نه لري. موږ همدا اوس په دوحه کې یو».

په قطر کې د حماس ویاند حماس بدران، او په غزه کې د حماس یوه بل چارواکي صلاح بردویل هم د دې خبر ریښتینوالی رد کړی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې تر اوسه پوري د قطر د دې ډول پریکړي او یا خپله د مشعل له خوا ترکیې ته د ورتگ تصمیم په هکله یې کومه اطلاع نه ده ترلاسه کړې.

د حماس او اسرائیلو تر منځ د یوې وروستۍ نښتي په پایله کې چې د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې رامنځ ته شوې وه،۲۱۰۰ تنه فلسطینیان او ۷۲ تنه اسرائیلیان ووژل شول. په ۲۰۱۱م کال کې په سوریې کې د کورني جنگ له پیلیدو سره سم خالد مشعل په قطر کې استوگن شو.

د قطر په بهرني سیاست کې بدلون

یوه اسرائیلي چارواکي د حماس له خوا له قطر څخه د مشعل د ایستلو ادعا د نه منلو په هکله وویل: «د اسرائیلو دولت په دې هکله د رسمي او باوري کانالونو له لاري اطلاعات ترلاسه کړي دي». دغه اسرائیلي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي د دې پوښتني په جواب کې چې آیا قطر په خپله دغه موضوع له اسرائیلو سره شریکه کړې ده او که څنگه؟ څه ونه ویل.

اسرائیل په قطر کې یوازي د منابعو د ساتني دفتر لري او په دیپلوماتیکو برخو کې د دغو دواړو هیوادونو اړیکي په ډیره کښته سويه دي. تر اوسه پوري قطر د حماس د سیاسي دفتر مشر د اخراج په هکله خپل نظر څرگند کړی نه دی.

د هغې موافقتنامې پر بنسټ چې په ۲۰۱۴م کال کې د قطر، سعودي عربستان او متحدو اماراتو تر منځ لاسلیک شوې ده، قطر موافقه کړې ده چې د دباندني سیاست په ځينو مواردو کې به پابند پاته شي. ویل کیږي چې په دغو مواردو کې د قطر له خوا په سیمه کې په پراخه پيمانه د اسلامپالو ډلو ملاتړ دی. د دغې موافقتنامي جزویات نه دي په ډاگه شوي.