1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو نيول سوي وسلې خبريالانو ته وښوولې

شمس الرحمان ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

اسرائیلو هغه وسلې چې تیره اوونۍ يې په یوه بحري کښتۍ کي کشف او نيولي وې رسنیو ته وښوولې. دغه وسلې د «ایلات» په بندر کې ساتل شوي. د اسرائیلو لومړي وزیر«بنیامین نتنیاهو» هم دغه وسلې ولیدلې.

https://p.dw.com/p/1BNBv
انځور: Reuters

د اسوشیتد پریس خبري آژانس په حواله د اسرائیلو لومړی وزیر هم د نیول شوو توغندیو د لیدلو له پاره د ایلات بندر ته ورغلی وو. د دغو وسلو د لیدني او رسنیو ته له ښوولو څخه د نتنیاهو هدف دا دی چې د نړۍ ستر قوتونه له ایران سره د اټومي وسلو پر سر په خبرو اترو کې سخت دریځ ته آماده کړي.

خو اسرائیل تر اوسه پوري په خپل دې هدف کې چې د نړۍ ستر قوتونه د ایران په هکله خپل دریځ ته تغیر ورکړي نه دی بریالی شوی.

د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر په ایلات بندر کې د دغو وسلو د لیدني پر مهال رسنیو ته وویل: «یو شمیر خلکو غوښتل چې موږ دلته خبري کنفرانس جوړ نه کړو. هغوی له دې خبري اندېښنه لري چې موږ هغه څه ښايي وښوو چې په حقیقت کې په ایران کې دننه ترسره کیږي.»

اسرائیلي سمندري ځواکونو تیره اوونۍ په وسلو بار داسې یوه کښتۍ ونیوله چې په ظاهره کې يي د غزې تراډي ته وسلي او توغندي لیږدول.

پخوانی نيول سوي وسلې
پخوانی نيول سوي وسلېانځور: Reuters

اسرائیلي چارواکو تور لگولی وو چې ایران په غزې تراډه کې تندلارو یاغیانو ته وسلې استوي. دغه دريابي کښتۍ د سوريي ساخت « M-302» ډوله توغندی لیږدول. د بيت المقدس د چارواکو په حواله د دغو توغندیو په وسیله له غزې تراډي څخه د اسرائیلو ټول ښارونه په نخښه کیدلای شي.

د اسرائیلو سمندري ځواکونو د دغې بېړۍ د نیولو عملیات د سرې بحیرې په نړیوالو سمندري حدودو کې دننه ترسره کړي دي. دغه بیړۍ د سوډان له ساحل څخه د۱۶۰ کیلومترو په فاصله کې نیول شوې وه. اسرائیلي چارواکي وايي چې دغه عملیات د استخباراتي کړیو له خوا تر څو میاشتو څار او پرله پسې هڅو وروسته ترسره شوي دي.

د دغو چاروکو په حواله دغه وسلي تیره میاشت له سوريي څخه ایران ته لیږدول کیدل، چې بیا له هغه ځایه د بندرعباس له لاري په عراق کې د «ام قصر» ساحې ته ورسیدل.

اسرائيلي لوړپوړي پوځي چارواکې جنرال بیني گانټس، ویلي دي چې د یوه اغېزمن استخباراتي عمل په نتیجه کې له ډیري مودې راهیسې دغه بیړۍ تعقیبیدله.

د اسوشیتد پریس خبري آژانس په حواله په غزې تراډه کې یاغیانو پخوا هم دا ډول وسلې درلودلې، خو ویل کیږي چې هغه توغنديو د لنډي فاصلې د انداخت توان درلود.

په غزې تراډه کې د دا ډول وسلو د شتون اټکل له دې ځایه هم کیدای شي چې په ۲۰۱۲ کال کې له اسرائیلو سره د اته ورځنۍ جگړې پر مهال پر اسرائیلو یو نیم زره توغندي فیر شوې چې ډیری يي د بيت المقدس او تل ابیب په شاوخوا سیمو کې لگېدلي دي.