1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيليان او فلسطينيان بيا خبري اتري کوي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۸, سه‌شنبه

اسرائيليان او فلسطينيان تر درې کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل يو وار بيا د خبرو اترو مېز ته سره کښېناستلي دي. خو دا چي دواړه ارخونه به په پای کي يوې پایلې ته سره ورسيږي معلومه نه ده.

https://p.dw.com/p/19Gyp
US Secretary of State Kerry (center-L) hosts dinner for the Middle East Peace Process Talks, at the Department of State with Israeli Mr. Isaac Molho (right rear) , Israeli Justice Minister Tzipi Livni (right 2nd from end) and Palestinian chief negotiator Saeb Erakat (3rd), and Palestanian Dr. Shtayyeh (lower right corner) in the Thomas Jefferson Room of the US Department of State July 29, 2013, in Washington, DC. The parties meet again July 30th, 2013 here. AFP PHOTO/Paul J. Richards (Photo credit should read PAUL J. RICHARDS/AFP/Getty Images)
Israelis und Palästinenser nehmen Nahost Friedensgespräche aufانځور: AFP/Getty Images

د منځني ختيځ د کړکېچ په ټپه ولاړ حالت کي تر درې کلن ځنډ وروسته اوس یو څه خوځښت رامنځ ته شوی دی. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د اسرائيلو او فلسطينيانو مرکچيان د دوشنبې په ماښام په واشنگټن کي د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير جان کېري له خوا یوې ماښامنۍ ته وربلل سوي ول.

ويل سوي دي چي دغه مقدماتي خبري به بيا وروسته د سولي په خبرو کي رښتنی رول ولري. د امريکا متحده ايالاتو په منځگړيتوب په دغو دوو ورځنيو خبرو کي به د راتلونکو مياشتو له پاره پر يوه کاري پلان باندي خبري وسي.

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، په احتياط سره خوشبيني ښوولې ده. هغه په يوه لکلې بيانيه کي ويلي دي: «دا مخ پر وړاندي يو هيله من گام دی. خو اوس هم سخت کارونه او سختي پريکړي په مخکي دي.»

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کیري، د څو مياشتو ديپلوماتیکو تلاښوونو په نتيجه کي د اسرائيلو او فلسطينيانو مرکچيان خبرو ته سره حاضر کړي دي. کيري د دواړو اړخونو ترمنځ په اسرائيلو کي د امريکا متحده ايالاتونو پخوانی سفير مارتين اينديک منځگړی ټاکلی دئ.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند جان پساکي، ويلي دي چي دغه استازي غواړي چي نزدې نهه مياشتي د سولي د پلان پر سر خبري اتري وکړي.

د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ له سره د سولي د خبرو اترو د پيلېدو اعلان څو ورځي مخکي وسو. په دغو خبرو اترو کي د اسرائيلو استازيتوب د دغه هيواد د عدليې وزيره څيپي ليوني، او د لومړي وزير بنيامين نتانياهو استازی اسحاق مولخو، کوي.

د فلسطينيانو له اړه د هيئت مشري صايب عريقات کوي. څارونکي په دې باور دي چي د منځني ختيځ د کړکېچ حل به ډېر پېچلی او ستونزمن وي.