1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلي خاخام د ايران "د نابودۍ دعا" غوښتې ده

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه

په اسرائيلو کي ډير نفوذ لرونکی او د „ شاس“ گوند معنوي مشر عوفاديا يوسف، له يهوديانو څخه غوښتنه کړې ده، چي د ايران د نابودۍ له پاره دعا وکړي.

https://p.dw.com/p/15xJh
انځور: picture alliance/dpa

د اسرائيلي رسنو په حواله دغه محافظه کار خاخام د يکشبنې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۶) د خپلي دعا په مراسمو کي وويل:«هغه وخت چي له خدايه څخه غواړو چي دښمنان دي ورک کړي، بايد د ايران او هغه چا په اړه چي اسرائيل تهديدوي فکر وکړو، پريږدی چي خدای هغوی له منځه يوسي.»

عوفاديا يوسف د سخت دريځه ارتدوکسانو د گوند شاس، معنوي مشر، د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو د ائتلافي حکومت يو له مهمو غړيو څخه دئ.

د اسرائيلو لومړي وزير تيره اوونۍ خپل د ملي امنيت سلاکار دغه ۹۱ کلن خاخام ته ورلېږلی وو، چي هغه ته د ايران د هستوي پروگرام په اړه د راپورونو معلومات ورکړي.

ډيرو کارپوهانو د اسرائيلو د لومړي وزير دغه حرکت پر ايران باندي د هرډول احتمالي پوځي يرغل له پاره د دغه مذهبي شخصيت د ملاتړ تر لاسه کول بللی دئ.

په عين حال کي داسي راپورونه ورکول سوي دي، چي د دغه هيواد د ملي امنيت شورا رئيس يوار بیا دغه يهودي خاخام ته ورغلی دئ.

په اسرائيلو کي يوې دولتي سرچينې چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي، د فرانسې خبري آژانس ته دغه خبر تائيد کړی دئ.

تر دې دمخه اسرائيلي رسنيو خبر ورکړی وو، چي يوسف په حکومت کي خپلو خلکو ته لارښووني کړي دي، چي پر ايران باندي له هري هغي حملې سره مخالفت وکړي، چي د امريکا د متحده ايالاتو له گډون پرته پلان سوې وي.

د بلي خوا د اسرائيلو پوځي راډيو خبر ورکړی دئ، چي تر دغه ليدني کتني وروسته پر ايران باندي د پوځي حملې په برخه کي د خاخام يوسف مخالفت لږ سوی دئ.

هغه پخپلو وروستيو مذهبي مراسمو کي ويلي ول، چي „ يهوديان په خطر کي دي“

خاخام يوسف پخوا له فلسطينيانو سره جنجالي خبري له „ مار“ سره تشبه کړي وې او د محمود عباس د „ له منځه وړو“ غوښتنه ئې کړې وه.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض