1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلي ځواکونو د چهارشنبې د بمي برید په تړاو یو تن نیولی دی

۱۳۹۱ آذر ۳, جمعه
https://p.dw.com/p/16oUr

اسرائيلي امنیتي کړیو ادعا کړې ده چې په تل ابیب کې پر یوه بس باندې د شوي برید په اړه يې یو شکمن تن نیولای دی. د اسرائیلي پوځ د وینا له مخې دغه کس چې په خټه عرب دی د غزې په تراړه کې د حماس د سخت دریځه اسلامپاله ډلې غړی دی.

زیاته شوې ده چې دغه بم هغه په سرویس موټر کې ځای پر ځای کړی وو او غوښتل يي دي چي د یوه گرځنده تلیفون په واسطه دغه چاودنه تر سره کړي. د چهارشنبې د ورځې په چاودنه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي وو. دغه بمي برید د اسرائیلو او حماس تر منځ کیدونکی یو اوربند له گواښ سره مخامخ کړی وو. دغه اوربند د مصر په منځگړتوب سر ته ورسید او د چهارشنبې د شپې له ناوخته څخه نافذالعمل دی.