1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل: په مديترانې سمندر کي توغندی ويشتل يوه آزموينه وه

هما ناصري (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

اسرائیلو په مدیترانې سمندر کي د توغندی ویشتلو مسئولیت پر غاړه اخیستی او ویل يې دي چي دغه آزموینه يې له امریکايي پوځیانو سره د مانورو یوه برخه وه. تر دې مخکي روسيې په سيمه کي د يوه نامعلوم توغندی د توغولو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/19avm
PALMAHIM, ISRAEL: An Israeli Arrow missile soars through the air shortly after its launch in the latest test from the Palmahim air force base south of Tel Aviv 05 January 2003. The development of the Arrow, Hetz in Hebrew, anti-ballistic missile system is part of the Homa, or Wall, a shield project designed to counter missiles capable of striking Israeli cities by hostile states such as Iran, Iraq and Syria. The 2.2-billion-dollar project, launched in 1988 with US funding, was due to become operational in 1995 but fell well behind schedule. The almost simultaneous test launch of four Arrow interceptor missiles was a success, Israeli public television said. AFP PHOTO/Sven NACKSTRAND (Photo credit should read SVEN NACKSTRAND/AFP/Getty Images)
Symbolbild - US Raketenabwehrsystemانځور: Getty Images

د اسرائيلو د دفاع وزارت له خوا د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د سپتمبر ۳) په يوه خپره سوې بيانيه کي په ميدترانې سمندر کي د توغنديو توغولو خبره تائيد کړې ده. دې حرکت ته په دې شک سره کتل کيږي چي ښايي دا پر سوريې باندي د امریکا له خوا د حملې تیاری وي .

د اسرائیلو د دفاع وزارت وايي چي له امریکا سره په گډه يې د سه شنبې په سهار ۹ بجې او ۱۵ دقيقي باندي توغندی د دې له پاره و آزمويه تر څو خپل دفاعي ځواک معلوم کړي.

د اسرائيلو د دفاع وزارت تر بيانيې دوه ساعته دمخه رسنيو د روسيې په حواله داسي خبرونه خپاره کړل چي گويا په مديترانې سمندر په منځني ختيځ اړخ کي له مرکزي سيمي څخه دوه توغندی توغول شوي دي.

د روسيې د دفاع وزات کارکوونکي وايي چي پوځي رادار يې د توغندی ویشتلو ږغ د مسکو پر وخت لس بجې او ۱۶ دقيقو باندي ثبت کړ. توغندی په ميدترانې سمندر کي لوېدلې ده. خو د روسيې د دفاع وزارت په ډاگه نه کړه چي توغندی د چا له خوا توغول سوی وو.

د اسرائیلو د دفاع وزارت یوه ویاند ويلي ول چي د توغندی ویشتلو په اړه يې خبر نه لاره. د توغندی آزموینه په داسي حال کي سوې ده چي د نړۍ مشران اوس پر دې باندي سلا مشورې کوي چي په سوریه کي پوځي مداخله وکړي او کنه.

د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما څو ورځي دمخه وويل چي پوځ يې په سوريه کي د پوځي مداخلې له پاره چمتو دی. خو لومړی غواړي چي په دې اړه له کانگرس څخه رايي تر لاسه کړي. د امریکا کانګرس راتلونکې غونډه به د سپتمبرپر ۹ نیټه وي.

روسیه پر سوريې باندي د پوځي مداخلي مخنيوی کوي خو واشنګټن پر سوریه باندي بريد ته تیاری نیسي.