1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو له ترکیې څخه بخښنه غوښتې ده

سید ریاض (AFP, AP)۱۳۹۲ فروردین ۳, شنبه

د اسرئیلو لومړي وزیر نتنیاهو، له خپل ترکي سیال څخه په ۲۰۱۰م کال کې په یوه ترکي کښتۍ کې د نهو تنو ترکي اتباعو د وژل کیدو له کبله بخښنه غوښتې ده. ښایي په دغه کار کې د بارک اوباما، هڅې شاملې وي.

https://p.dw.com/p/1834v

د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو له دفتر څخه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ د میاشتې ۲۲ نیټه» په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې هغه د ترکیې له لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، څخه په ۲۰۱۰م کال کې د غزې په تراړه کې د اسرائیلو له لوري پر یوې کښتۍ باندې د برید په ترڅ کې د ممکنه غلطیو له امله بخښنه غوښتې ده. په دغه برید کې نهه تنه ترکي فعالین وژل شوي وو.

زیاته شوې ده چې نتنیاهو له طیب اردوغان سره د جمعې په ورځ تلیفوني اړیکه نیولې ده. نتنیاهو له خپل ترکیي سیال سره په خبرو کې زیاته کړې ده چې دغه غمناکه پېښه قصدي عمل نه وو او اسرائيلو د وژنو په اړه «پیښماني څرګنده» کړې ده. نتنیاهو په پوځي عملیاتو کې غلطي په ګوته کړي دي.

د نتنیاهو له دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه زیاتوي: «لومړي وزیر نتنیاهو د هر رنګه ممکنه غلطۍ په ترڅ کې چې د نهو کسانو د ژوند په بیه تمامه شوه، د ترکیې له خلکو څخه بخښنه غوښتې ده او په تاوان ورکولو راضي شوی دی.» دغې خبرپاڼې له ترکیې سره د بشپړه دیپلوماتیکي اړیکو د بیرته رغولو اعلان هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي: «زه د لومړي وزیرانو بنیامین نتنیاهو او رجب طیب اردوغان تر منځ د تلیفوني اړیکي هر کلی کوم.» هغه زیاته کړې: «امریکا د دواړو هیوادونو همکاري ډیره ارزښتناکه بولي او په سیمه کې د سولې او امنیت له پاره د دواړو هیوادونو مثبتو اړیکو ته د ډیر اهمیت قایل دي.»

اوباما وړاندې ویلي دي: «زه هیله مند یم چې د دواړو مشرانو ننۍ خبرې به دا زمینه برابره کړي چې هغوی په دې موضوع او یو شمیر نورو ننګونو او فرصتونو په برخه کې سره لا ژوره همکاري وکړي.»

د اسرائيلو او ترکیې تر منځ قوي اړیکي وروسته له هغې خړې پړې شوې چې اردوغان د ۲۰۰۸م کال د دسمبر له میاشتې څخه د ۲۰۰۹م کال د جنورې تر میاشتې پورې د غزې پر تراړې د اسرئیلو د حملې او جګړې په احتجاج کې د داوس د غونډې څخه راووت. اردوغان د اسراییل ولسمشر ته ویلي وو: «پر دې تاسو ښه پوهیږﺉ چې خلک څرنګه ووژنئ.» ترکیه یوازینی اسلامي هیواد وو چې له اسراییل سره یې دیپلوماتیکي اړیکي درلودې.

په ۲۰۱۰ کال کې د ترکیې پر کښتۍ باندې برید د دواړو هیوادونو مناسبات ترینګلې کړل او د انقرې څخه د اسراییلو د سفیر د ایستلو په بیه تمام شو. پر دې سربیره د دوی ترمنځ په پوځي برخه کې هم اړیکې قطع شوې.