1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو پر ګراس باندي د سفر بندیز ولګاوه

۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14ZnH

د اسرائیلو له خوا د ادبیاتو د نوبل د جایزې پر ګتونکي ګوینتر ګراس باندي د سفر بندیز لګولو په خاطر پردغه هيواد باندي په جرمني کی انتقادونه سوي دي. د سولي د کمېټو مسئولانو او سیاست مدارانو دغه عمل یو بې مسئوليته کار بللی دئ.

د ګراس د یوه شعر«څه شي باید وویل سي!» له کبله د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو داخله وزیر، گراس د یوه غیر مطلوبه شخص په حیث اعلان کړ. ګراس په خپل شعر کي پر اسرائیلو باندي تور لګولی دئ چي جهاني سوله له خطر سره مخامخ کوي.