1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو په غزې کې خپل عملیات پراخ کړي دي

لوتیکه مارکووس/ سید ریاض۱۳۹۳ تیر ۲۹, یکشنبه

اسرائیل وایي چې غزې ته نور ډیر سرتیري استوي او په فلسطیني سیمو کې خپل عملیات پراخوي. په دغه کړکیچ د وژل شوو فلسطینیانو شمیر له ۳۰۰ تنو اوښتی دی. آیا ديپلوماسۍ ته کوم چانس پاتې دی؟

https://p.dw.com/p/1CfhF
انځور: Reuters

د غزې په تراړه کې یوه نامتوازنه جگړه روانه ده. یوه مجهزه اردو د یوې ترهگرې ډلې پر ضد جنگيږي، چې په کې سلگونو بې گناه انسانان وژل کیږي. فلسطینیان دغه کړکیچ ته څه ډول گوري؟

د کنایې په ډول د غزې تراړه د نړۍ د ستر پرانیستې زندان په نامه یادیږي. د غزې تراړه ۳۸ کیلومتره اوږدوالی او د شپږو او ۱۳ کیلومترو په اندازه پلن والی لري. د غزې تراړه د آلمان د هامبورگ ښار په نیمایي لویه ده، خو د نفوس شمیر یې یو شان دی. په غزې کې شاو خوا ۱،۸ میلیونونه انسانان اوسیږي چې د ۴۳ سلنه کسانو عمرونه له ۱۴ کلنۍ څخه کم دي او له نړۍ سره د هغوی اړیکه کابو قطع ده.

خلود دعبیس: د غزې خلک یوې روښانه راتلونکي ته اړتیا لري
خلود دعبیس: د غزې خلک یوې روښانه راتلونکي ته اړتیا لريانځور: picture-alliance/dpa

په آلمان کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې سفیره خلود دعیبس، د خپلې سیمې د خلکو د ژوندانه شرایط داسې تشریح کوي: «هغوی د کبانو نیولو اجازه نه لري، کوم کار روزگار نه لري، د خپل هیواد د پریښوولو اجازه نه لري لکه په یوه وړوکي قفس کې ژوند تیرولو ته ورته دی.» نوموړې سفیره یادونه کوي چې دغه خلک یوه لرلید، یوې هیلې او یوې روښانه راتلونکي ته اړتیا لري.

اسرائیلو خپل ځمکني عملیات پراخه کړي دي

خو یو واقعي لرلید، ورځ تر بلې وړاندې بریښي. د اسرائيلو له لوري کابو دوه اوونۍ تر مخه پیل شويو عملیاتو کې له ۳۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ زیات بیا ټپیان شوي دي، چې په دغو قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. اوس اسرائيلو د غزې په تراړه کې ځمکني عملیات پیل کړي دي. د دغو اقداماتو هدف د حماس د راډیکاله اسلامپاله ډلې د تونلونو له منځه وړل دي.

حماس د غزې په تراړه کې سیاسي واکمنه ډله ده. د ایډیالوژیکي لحاظه دغه ډله اخوان المسلمین ته نزدې گڼل کیږي. د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس، د فتح په نوم د منځلاري گوند برعکس، د حماس تندلاره ډله د اسرائیلو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي. تل د حماس ډلې جنگیالي د اسرئيلو پر لور توغندي توغوي. د اسرائیلو پر لور توغول شوي توغندي رواني زیان هم له ځانه سره لري. د خطر د زنگونو په غږولو سره د اسرائيلو په ښارونو کې له خلکو غوښتل کیږي چې خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي. د نوي کړکیچ د پیل راهیسې تر اوسه دوه اسرائيلیان وژل شوي دي. زیاتره توغندي د اسرائيلو د دافع هوا د سیستم په واسطه په هوا کې له منځه وړل کیږي.

د غزې والي عبدالله فرانگي: یو عاجل اوربند باید رامنځ ته شي
د غزې والي عبدالله فرانگي: یو عاجل اوربند باید رامنځ ته شيانځور: MAHMUD HAMS/AFP/Getty Images

په غزه کې خلک مرستو ته اړتیا لري

په غزه کې د خلکو له پاره خوندي ځایونه نه شته. سره له دې چې هغوی ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړل شوی وي، خو هغوی د اسرائيلو د بریدونو قرباني گرځي. د ټپي شوو کسانو د درملنې له پاره اړین خدمات نه وي. عبدالله فرانگي، چې د روانې میاشتې راهیسې د غزې والي دی، له دویچه ویله سره په خبرو اترو کې ویلي دي: «روغتونونه په پرستارۍ نه رسیږي. ډیر کم بسترونه موجود دي او پر دې سربیره د څو ساعتونو له پاره بریښنا پرچاو وي. دا کار عملیاتونه او د روغتون په داخل کې کارونه له ستونزو سره مخامخ کوي.»

په آلمان کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې سفیره خلود دعیبس یادونه کوي: «سړی باید دا له پامه و نه غورځوي چې دلته خبره د انسانانو ده، غزه حماس نه دی.» د جون میاشتې له پیل راهیسې له اوو کلونو وروسته د لومړي ځل له پاره فتح او حماس د یوه بې طرفه حکومت د جوړیدو پر سره موافقه وکړه.

اسرائیلو د فلسطین نوی حکومت رد کړی دی
اسرائیلو د فلسطین نوی حکومت رد کړی دیانځور: Reuters

دغه هڅه د اروپا او امریکا متحده ایالاتو له لوري مثبته ورازول شوه خو اسرائیل د دغه نزدي کیدو پر ضد خبره وکړه او د سولې خبرې اترې یې قطع کړې. د دعبیس په آند دا ښيي چې د اسرائیل اوسنی حکومت له فسلطین سره له سیاسي لحاظه د دغه کړکیچ په هوارولو کې لیوالتیا نه لري.

د غزې ښاروال اوس نړیوالې ټولنې ته سترگې پر لار دی او له هغوی غواړي چې څومره ژر چې امکان ولري یو اوربند رامنځ ته کړي.