اسرائیلي الوتکو د غزې په تراړه کې بمباري کړي ده
۱۳۹۱ شهریور ۷, سهشنبهاعلان
د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې د دوي جنگي الوتکو تیره شپه د غزې تراړې په دوو برخو بمباري کړي ده. د عیني شاهدانو په حواله دغه ځایونه د حماس د ډلې پخوانې پوستې وې. د روغتیا د چارواکو په وینا په دغه برید کې دوه تنه فلسطینان په سطحي توگه ټپیان شوي دي. دغه بریدونه د غزې د تراړې څخه پر اسرائیلو باندې د توغندیو د توغولو په غبرگون کې تر سره شوي دي.