1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلي جاسوسانو د امریکایانو تر نوم لاندې په پاکستان کي یاغیان ګمارل

۱۳۹۰ دی ۲۴, شنبه

د اسرائیلو د استراخباراتي سازمان غړو د امریکایي جاسوسانو تر نوم لاندي په پاکستان کي د جندالله د شبکي غړي ګمارل. اسرائیل یوه پیاوړې استخباراتي شبکه لري چي موساد نومیږي.

https://p.dw.com/p/13jl4
اسرائیل د موساد تر نامه لاندي یوه جاسوسي شبکه لري
اسرائیل د موساد تر نامه لاندي یوه جاسوسي شبکه لريانځور: Fotolia/Evgeniya Ponomareva

د هغه رپورټ له مخې چي د جمعې په ورځ د Foreign Policy په مجله کي خپور سوی دئ د موساد غړو له امریکایي پاسپورټونو څخه په استفادې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کي خپل ځانونه د امریکایي جاسوسان معرفي کول او د جندالله د ډلي له پاره ئې نوي غړي جذبول.

د جندالله ډله ادعا کوي چي د پاکستان د بلوچستان ایالت د ګټو له پاره جنګیږي. د دغي ډلې ډیر غړي سني مسلمانان دي. د پاکستان بلوچستان له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري. په دغه سیمه کي جندالله ډیر پټنځایونه لري.

د تیر میلادي کال په جولای میاشتې کي د جندالله ډلي په ایران کي د زاهدان پر جامع مسجد د برید پړه پر غاړه واخیستله. په هغه برید کي د ایران د سپاه پاسداران ۲۸ غړي ووژل شول.

د امریکا د استخباراتي سازمان یوه غړي د Foreign Policy مجلې ته ویلي دي: «ډیره په زړه پوري خبره دا ده چي اسرئیلیانو فکر کاوه چي کولای شي دا موضوع پټه وساتي. هغه فعالیتونه چي اسراییلیانو د جندالله د ډلي د غړو د ګمارلو له پاره تر سره کول ښکاره ول. ښایي اسرائيلیانو په دې اړه د امریکا له غبرګون څخه اندیښنه نه درلوده.»

دا په داسي حال کي ده چي یوه بل امریکایي چارواکي د Foreign Policy مجلې ته ویلي دي: «په دې کي هیڅ شک نه شته چي امریکا له اسرائیلو سره د ایران پر ضد په ټولو عملیاتو کي مرسته کوي، خو دا مسئله له نورو سره توپیر لري. دا مهمه نه ده چي نور څه فکر کوي، خو امریکا د ایراني چارواکو او ملکي کسانو په ترور کي ښکیله نه ده.»
پر دې سربیره د اسرئیلو د استخباراتي سازمان فعالیتونه کیدای سي د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکي لا پسي ترينګلې کړي، ځکه چي امریکا تل له پاکستان څخه غواړي چي د جندالله په وړاندي اقدام وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي د ایران او امریکا تر منځ اړیکي ډیري خرابې دي. څو ورځي مخکي د ایران یو اتومي ساینس پوه د موټر په یوه چاودنه کي ووژل شو. خو د Foreign Policy مجله وایي چي داسي شواهد په لاس کي نه شته چي وښیي په دې پیښه کي دې د جندالله لاس وي.

مسعود جهش/ فرانس پرس
کتونکی: نجیب الله زیارمل