1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د سیلانیانو پر موټر د بمي برید مسئولیت پر ایران اچوي

۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15auS

په بلغاریا کې د اسرائیلي سیلانیانو پر یوه سرویس موټر باندې د برید پړه د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پر ایران باندی ور اچوي. هغه وویل چې په تېرو میاشتو کې هم ایران هڅه کړې ده چې په تایلند، هند، ګرجستان، کینیا، قبرس او نورو ځایونو کې پر اسرائیلو وگړو باندې دغه ډول بریدونه تر سره کړي.

نتنیاهو زیاته کړه چې ایران په ټوله نړۍ کې ترهګري اعمال تر سره کوي او اسرائیل به د هغې په مقابل کې سخت غبرگون ښکاره کړي. د چهارشنبې په ورځ په بلغاریا کې د بورګاس په هوایي ډګر کې د اسرائیلو په یوه توریستي بس کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل سول. د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله دغه برید په کلکه غندلی دئ او زیاته کړې ئې ده چې عاملین ئې باید د قانون منګلو ته وسپارل سي. همدارنګه په واشنګټن کې د امریکا حکومت هم ورته خبره کړې ده.