1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرايل په عربي نړۍ کي د وروستيو تحولاتو څخه په انديښنه کي دی

۱۳۸۹ اسفند ۴, چهارشنبه

په عربي نړۍ کي وروستي تحولات کيداي سي چي د نژدې ختيځ او اسرايلو دپاره ډير ګران تمام سي. د بيلګي په توګه اسرايل ددې څخه ويره لري چي د ديموکراسۍ پر ځای به اسلامي رژيمونه را منځ ته سي.

https://p.dw.com/p/R3Vn
د اسرايلو لومړی وزير ليبر من
د اسرايلو لومړی وزير ليبر منانځور: AP

د اسرايلو جارجه وزير ليبرمن همدارنګه دا خبره رد کړه چي دغه انقلابونه دي د سولې د پروسې په وړاندي د يوه خنډ سره اړه لري بلکي په خپله په عربي نړۍ کي د بيوزليو نتيجه ده.»

د اسرايول خارجه وزير د خپلو اروپايي ملګرو سره په کته کي وويل، اسرايل هر وخت دې ته آماده دي چي د فلسطينانو سره خبري اتري وکړي. دي د اروپايي ټولني څخه دا غوښتنه لري چي فلسطينان دي د سولې په پروسې کي ورداخل کړي.

د ليبرمن په نظر اروپا کولاي سي په ټوله سيمه کي يوازي پر اسراييلو باندي اعتماد ولري.« زموږ په سيمه کي اسراييل د اروپايي ټولني يوازيني واقعي ستراتيژيکي متحد دي، دا ځکه چي زموږ ګډ کار نه يوازي د مشترکو اقتصادي او امنيتي علاقمنديو بلکي د مشترکو ارزښتونو پر اساساتو ولاړ دي. زموږ ارزښتونه او عقيدې مشترکي دي. دا زموږ د نژدو اړيکو اساس جوړوي.»

که څه هم دغه خبري د اروپايي استازو د پاره خوش آينده وې خو بيا هم د اسراييلو په باب هغوی مختلف نظرونه لري ، په خاص ډول د کډوالو دپاره د سرپناهو د جوړولو په برخه کي. خو بيا هم په اول سرکي دده د خبرو پر ضد چا څه و نه ويل.

په دې ترڅ کي يوه ژورناليست اسرايل په دې تورن کړل، چي په ناحقه ډول يې فلسطيني مځکه اشغال کړې ډه. ليبرمن د هغه په جواب کي داسي وويل:

«اسراييليان په کُلي ډول د جنوبي لبنان څخه ووتل. د هغه په نتيجه کي موږ سوله او امنيت تر لاسه نه کړ بلکي اوس جنوبي لبنان د حزب الله له خوا اشغال سو. دغه خبره د غزې د تراډې په برخه کي هم صدق کوي. موږ څه د پاسه ۱۰۰۰۰ يهودان د هغه ځايه څخه وايستل او په نتيجه هلته حماس قدرت په لاس کي ونيو او د هغه وخته راهيسي د ۱۲۰۰۰ راکټي حملو لاندي راغلي يو.»

خو ليبر من بيا هم دا هيله لري چي دغه هيوادونه دي پر خپلو خبرو او وعدو ودريږي. دده مقصد تر ټولو د مخه په مصر کي د سولي تړون ؤ.

کريستوف/ ګل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل