1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييلی پوځ د غزې پر تراډه باندي هوايي بريدونو ته دوام ورکوي

۱۳۸۷ دی ۱۳, جمعه

اسراييلي پوځ په يوه خبرپاڼه کي ادعا کوي چي د غزې په جباليه کي ويجاړ شوی جومات د وسلو زېرمه تون او د اورپکو پټنځای و. خبري اژانسونه د فلسطني سرچينو له قوله راپور ورکوي چي په دغه جومات کي اته لس انسانان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/GQns
تيره شپه د غزې په تراډه کي بمبار سوی جومات
تيره شپه د غزې په تراډه کي بمبار سوی جوماتانځور: picture-alliance / dpa

د اسراييلو لومړي وزير اهود اولمرت د بېرشېوا په نامه له هغه لوی ښار څخه د کتنې پر مهال چي د اونۍ د پيل راهيسي ورباندي د فلسطيني اورپکو لخوا توغندي ويشتل کيږي، وويل:«موږ جگړه نه غواړو خو ډډه ترې نه هم نه کوو. موږ خپل زور او ځواک ثابتول نه غواړو، خو که لازمه وي نو بيا ترې استفاده کوو تر څو يوې نتيجې ته سره ورسيږو. د غزې د اوسېدونکو د اړتياوو په برخه کي به له احتياط څخه کار اخلو.»

په سلهاو زرو فلسطنيانو ته د غزې په تراډه کي د اسراييلي هوايي بريدونو څخه مخکي د تليفون د لاري اخطار ورکول شوی و چي کورونه به يې بمبار شي که هلته وسلې ځای پر ځای شوي وي. دغه څرگندونې د پوځ وياندې لايبوويڅ، وکړې.

پرون شپه د بيت حنون او بی لحيه گڼ شمېر اوسېدونکو هڅه کړې وه چي د ځمکنيو عملياتو له امله خپل کورونه پرېږدي او وتښتي. خو د جنگي الوتکو، هليکپترو او بې پيلوټه الوتکو د گواښ له کبله مجبور شوي ول چي په خپلو کورونو کي پاته شي.

پرون شپه د بيت حنون او بی لحيه گڼ شمېر اوسېدونکو هڅه کړې وه چي د ځمکنيو عملياتو له امله خپل کورونه پرېږدي او وتښتي
پرون شپه د بيت حنون او بی لحيه گڼ شمېر اوسېدونکو هڅه کړې وه چي د ځمکنيو عملياتو له امله خپل کورونه پرېږدي او وتښتيانځور: AP

د اسراييلو د بهرنيو چارو وزيري سيپي ليفني، د راډيو د لارې وويل چې دغو نظامي عملياتو ته د وخت چوکاټ نه دی ټاکل شوی:«دغه مبارزه اوږدمهاله ده. دا د يوڅو ورځو جگړه نه ده او فقط يوه حمله هم نه شي گڼل کېدای. اسراييلو حماس ته وښودل چې وضعي تغيير موندلی دی. موږ يوازې ډزې ورباندې نه کوو بلکي په هر اړخيزه توگه بريدونه ورباندي کوو. اوس حتی، په پنځو ورځو کي حماس په دې پوهېدلی دی چي اسراييل توازن بدل کړی دی او دا چې هغه ورځي پای ته رسېدلي دي چي دوی به ډزي کولې او موږ به عکس العمل نه ښکاره کاوه.»

اسراييل ځان د حکومت د وياند مارک رېگېف، د څرگندونو له مخه پر حق گڼي او غواړي چي نظامي عملياتو ته دوام ورکړي. ريگيف دغه څرگندوني د نيو يارک ټايمز ورځپاڼي ته وکړې. اسراييلي رسنۍ کاږي چي هوايي ځواک هڅه کوي د حماس مخکښ کسان په نښه کړي.

پرون مازديگر جنگي الوتکو د حماس د قوماندان نزار رايان، پرکور باندي بمبار وکړ چي په دې ترڅ کې دی او د ده د کورنۍ اته غړي د ده د ماشومانو په شمول ووژل شول. ويل کيږي چي نزار رايان، د هغو سخت دريځوکسانو په ډله کي راځي چي د اسراييلو سره يې په هيڅ صورت اوربند نه غوښته.