1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي حزب امريکا ته په يوه شرط د خبرو اترو وړانديز کړی دی

۱۳۸۹ فروردین ۵, پنجشنبه

د ګلبدين حکمتيار د ډلي استازي ويلي په هغه صورت کي، چي بهرنی پوځ لکه څنګه چي يې ويلي سر د راتلونکي کال څخه د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي ددوی ډله به د طالبانو سره د خبرو لپاره د يو پله دنده په غاړه واخلي...

https://p.dw.com/p/MbpD
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيارانځور: AP

د افغان حکومت د ستري مخالفي ډلي استازي محمد داوود عابدي دا خبره د چهارشنبې په ورځ د رويترز د خبر رسولو آژانس ته کړې ده.

دغه ډله، چي د افغانستان د مجاهدينو د حکومت د وخت لومړی وزير ګلبدين حکمتيار يي مشر دی،په کابل کي د افغان حکومت سره خبري اتري کوي.

عابدي زیاته کړې ده، چي داسي متل دی، چي هيڅ يو دښمن د تل لپاره ددښمن په توګه نه پاته کيږي او هيڅ يو دوست به د تل لپاره دوست نوي.که نړيواله ټولنه د امریکا د متحده ايالتونو په مشرۍ په پام کي، چي له افغانستانه څخه ووزي نو موږ بايد دوی ته وضعه په عزت سره برابره کړو ترڅو، چي دوي وکولای سي، چي په عزت سره لاړ سي.

عابدي زياته کړې ده، چي دسولي د خبرو اترو پريکړه د تيرکال په پای کي،کله چي د امريکا د متحده ايالاتو جمهورريیس بارک اوباما اعلام وکړ،چي30 زره نور عسکر افغانستان ته استوي اوپه 2011کال کي له دې هيواد څخه د خپل پوځ په ويستلو پيل کوي شوې ول.

ده ويلي، چي دده په نظر مجبوريت نسته، چي د پوځ د وتلونېټه په تيږه باندي حک سي خو که د امریکا متحده ايالات يوه نېټه وټاکي نو دابه ددې لپاره يوه مثبته نښه وي، چي د امريکا متحده ايالتونه په رښتيا سره خپل پوځ له افغانستانه څخه باسي.

د حزب اسلامي د ډلي استازي زياته کړې، چي ربړه پدې کي ده، چي يو پر بل باندي اعتبار نسي کولای، او دی تر اوسه پوري ددې نښي نه ويني چي د امريکا دمتحده ايالاتو پوځ رښتيا ځان د وتلو لپاره تياروي.

دعابدي دوينا سره سم حزب اسلامي له طالبانو سره يوازي دا يو ګډ هدف لري، چي بهرني پوځونه له افغانستانه څخه وتلوته وهڅوي او افغانستان له پردۍ قبضې څخه خلاص کړي. پرته له هغه طالبان خپل نظر لري اوموږ خپل. حزب اسلامي دازادو او منصفانه ټاکنو په پلو دی،پداسي حال کي چي طالبان پدې برخه کي بل نظر لري.

د امريکا د متحده ايالاتو حکومت تراوسه په کابل کي د حزب اسلامي د ډلي او د افغانستان د حکومت ترمنځ د خبرو اترو په برخه کي محطاطانه څرګندوني کړيدي.

حزب اسلامي دجلا لالدین حقاني، چي د افغانستان په جنوب ختيځ کي فعاليت کوي پلوي او د ناټو او افغان حکومت سر سخت مخالف دي. د حزب اسلامي ملېشه د افغانستان په ختيځ او د شمال په ځينو سيموکي فعاليت کوي او پدې وروستيو وختونوکي يې له طالبانوسره په شمال کي سختي نښتي وکړي.

دګلبدين حکمتيار مجاهدينو په اتياوموکلونوکي د شوروي اتحاد ديرغلګر پوځ به وړاندي جګړه کوله دغه ډله پدې مشهوره ول، چي اتحادونه جوړوي اوهغه بيرته منحلوي.

AG/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل