اسلامي حزب خپره سوې اعلاميه رد کړه
۱۳۸۶ تیر ۲۸, پنجشنبهوروستي رارسيدلي خبرونه وايي چې د اسلامي حزب وياند دا خبره رد کړه چې گواکي دد وي لخوا په يوه اعلاميه کې له دولت سره د سولي اعلان سوي نوموړي په سيمه کې خبري رسنيو ته ويلي تر هغه به ددولت له مخالفت څخه لاس وانه خلي تر څو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي. مخکي تردې په يوې اعلاميې کې د اسلامي حزب مشر گلبد ين حکمتيار له قوله ويل سوي وه چې د افغانستان د حکومت په وړاندي د مبارزې د بند ولواعلان يي کړي و.
په يوې اعلاميې کې چې ويل کيږي د اسلامي حزب له خوا خپره سوي پکښي ويل سوي
چې د اسلامي گوند غړي نور د ورور وژني او هم د هېواد د ويجاړولو څخه ډډه کوي او غواړي چې سياسي فعاليت وکړي ځکه د هغه په وينا چې دا گوند پدې نظر دی چې امر يکايان به د برتانويانو او روسانو په شان يو وخت له افغانستان څخه ووزي.
نوموړي په اعلاميه کې زياته کړې چې موږ ته پکار ده چې يو اسلامي نيظام جوړ او سياسي فعاليتونو پيل کړو تر څو د مسليم هېواد والو لپاره تل پاتې سوله راولو.