1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت ادعا کړې چې حافظ سعید لا ژوندی دی

۱۳۹۴ تیر ۲۲, دوشنبه

د اسلامي دولت ډلې د دوشنبې په ورځ یو ثبت شوی غږ پیغام خپور کړ او په کې ادعا وکړه چې په افغانستان او پاکستان کې د دغې ډلې مشر حافظ سعید ژوندی دی. تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د دغه کس د وژل کیدو خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/1Fxda
انځور: Imago/Xinhua

دغه غږیز پیغام د اسلامي دولت ډلې پر انترنتي پاڼه کې دوه ورځې وروسته تر هغه خپور شوی دی چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې حافظ سعید د تیرې جمعې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

لا تر اوسه د خپور شوي غږیز پیغام اصلیت د کومې مستقلې سرچینې له خوا نه دی تائید شوی.

حافظ سعید په اصل کې یو پاکستانی دی او ویل کیدل چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت فعالیتونو مشري یې پر غاړه لرله. د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې هغه د تیرې جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت د ۳۰ تنو نور غړو سره یو ځای د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

حافظ سعید تیر کال د طالبانو له ډلې څخه بیل او له اسلامي دولت، نومې ترهګرې ډلې سره یوځای شوی وو.

امریکایي بې پیلوټه الوتکې وخت نا وخت په سیمه کې د اسلامې دولت ډلې پر مشرانو باندې بریدونه کوي. یوازې په تیرو څو ورځو کې دغو الوتکو په سیمه کې د شاهدالله شاهد او ګل زمان په ګډون د اسلامي دولت درې نور قوماندانان هم وژلي وو.

اسلامي دولت ډلې د افغانستان په ځینو سیمو کې له طالبانو سره تر جګړې وروسته یو څه نفوذ ترلاسه کړی دی. د دغې ډلې ډیر شمیر غړي هغه کسان دي چې له طالبانو سره تر جلا کیدو وروسته یې د اسلامي دولت، ډلې چارې په لاس کې اخیستې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب