1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» جنگیالیو د سوریې پوځي هوايي ډگر نیولی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

ویل کیږي چې تر لسو زرو زیات اسلامپاله تندلاري په سوریې او عراق کې د یوه اسلامي دولت د رامنځ ته کولو له پاره جگړه کوي. په یوه تازه پېښه کې د سوریې په ختیځ کې یو پوځي هوایي ډگر د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې لاس ته ورغلی.

https://p.dw.com/p/1D07M
انځور: Reuters

د «اسلامي دولت» په نوم ترهگرې ډلې چې انگلیسي مخفف یې (IS) دی په عراق او سوریې کې خپلې جگړې ته په پرله پسې ډول ادامه ورکړې. تر سلو زیات امریکایي هوایي بریدونو هم و نه شو کړای چې د دغې تندلارې ډلې د عملیاتو مخه ډب کړي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د سختې جگړې وروسته تندلارو اسلامپالو د سوریې په ختیځ ولایت رقه، کې د الطبقه، مهم پوځي هوایي ډگر نیولی دی. ویل کیږي چې د دغو نښتو په ترڅ کې په سلگونو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتی او دغه پوځي هوایي ډگر په رقه ولایت کې د بشارالاسد د ځواکونو وروستی مقر گڼل کیده.

«پوځ نوی چمتو والی نیسي»

د سوریې دولتي تلویزون دا خبر تائید کړی دی چې پوځ یې نوموړی پوځي هوايي ډگر خالې کړی دی. زیاته شوې ده چې پوځ د هوایي ډگر شاوخوا نوې مورچلې جوړې کړې او په وینا یې د تندلارو پر ضد جگړې ته یې ادامه ورکړې.

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د معلوماتو له مخې د هوايي ډگر د نښتو په ترڅ کې تر ۵۰۰ زیات انسانان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې په وژل شوو کسانو کې تر ۳۵۰ زیات تندلارې دي. پر دې سربیره په سلگونو کسان ټپیان شوي هم دي.

د نوموړې سازمان د معلوماتو له مخې په دغه نښته کې تر ۱۷۰ زیات سوریایي دولتي سرتیري هم وژل شوي دي. نوموړي سازمان وړاندې ویلي دي چې هوايي ډگر ته څیرمه شاوخوا ۱۵۰ تنه سرتیري د نوموړې تندلارې ډلې د جنگیالیو له لوري کلابند شوي وو او ښايي هغوی نیول شوي وي.

تندلاري د هوایي ډگر تر نیولو وروسته خپله بریا لمانځي
تندلاري د هوایي ډگر تر نیولو وروسته خپله بریا لمانځيانځور: Reuters

که چیرې د «اسلامي دولت» نومې تندلارې ډلې ملیشې په پرله پسې توگه دغه هوایي ډگر تر خپل کنترول لاندې وساتي نو ښایي پر دغه سیمه واکمن شي او په دمشق کې د حکومت پر ضد سخت ځوابي بریدونه تر سره کړي. دا به په دې معنی وي چې تندلاري اسلامپالو به د سوریې په ختیځ او شمال کې د دغه هیواد شاوخوا يو پردریمه برخه باندې تسلط ولري.

د تیلو پر تصفیه خانې برید په شا تمبول شوی

نوموړې تندلارې ډلې په عراق کې هم ځیني سیمې نیولي دي. د عراق په شمال او لویدیځ کې هم یو شمیر سیمې د نوموړې ډلې تر کنترول لاندې دي. له اونیو راهیسې د «اسلامي دولت» په نوم د تندلارې ډلې جنگیالي په دې هڅه کې دي چې د بېجي، په نوم په عراق کې د تیلو یوه تصفیه خانه ونیسي. څارونکي اوس د نوموړې ډلې د جنگیالیو شمیر تر لسو زرو زیات اټکلوي.

د عراق امنیتي ځواکونو تیره ورځ خبر ورکړی وو چې د پلازمینې بغداد په شمال کې د بېجي، د تصفیه خانې په اطرافو کې د دوی د وینا له مخې د سختې جگړې په ترڅ کې ۳۰ تنه ترهگر یې وژلي دي. د المدا، په نوم خبري آژانس رپوټ ورکړی وو چې تندلارو له ټولو اړخونو پر نوموړې تصفیه خانې برید کړی وو. زیاته شوې چې ۷ ځانمرگو برید کوونکو خپل ځانونه الوزولي وو. د دغه برید په شا تمبولو کې عراقي پوځ له هوایي ملاتړ څخه برخمن وو.