1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت درې تنه چينايان هم وژلي دي

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۱۶, پنجشنبه

د چین دولتي رسنۍ ویلي دي چې «اسلامي دولت» ډلي درې تنه هغه چینايان وژلي دي چې لومړۍ په سوريه او عراق کې له دغي ترهگري ډلي سره یوځای شوي ول او بیا یې د تېښتي هڅه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1EVw4
Irak Islamischer Staat Fahne ISIS
انځور: Imago/Xinhua

چین د «اسلامي دولت» ډلي د فعالیتونو د پراخیدو په اړه اندېښنه څرگنده کړې ده. دغه هیواد په خاصه توگه په دې اړه اندېښنه لري چې داسي نه چې «اسلامي دلت» ډله پر شین جیانگ سیمه باندي چې له پاکستان او افغانستان سره پر پوله پرته ده ناوړه اغېزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې چین له اسلامي دولت سره د مبارزې په نړیوال ائتلاف کې له برخه اخیستلو سره هیڅ لیوالتیا نه ده ښوولې.

د معلوماتو له مخي همدا اوس نزدې۳۰۰ چینایان په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلي تر څنگ په جگړه بوخت دي.

د گلوبل ټایمز چینایي رسنۍ ویلي دي، چې دغه کسان د ترکيې له لاره سوریې او عراق ته د اسلامي دولت ډلي له جنگیالیو سره د یوځای کیدو په موخه رسیدلي دي.

دغي رسنۍ د سه شنبې په ورځ د یوه کردي امنیتي چارواکي په حواله لیکلي دي، چې یو تن چینایي وگړی د تیر کال په سپتمبر میاشت کې لومړی د اسلامي دولت ډلي له خوا ونیول شو او تر محاکمې وروسته بیا وویشتل شو. ویل شوي دي چې دغه چینایي تر هغه وروسته وژل شوی دی چې غوښتل یې له اسلامی دولت څخه بیرته جلا شي او په ترکيه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دغه کردي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی زیاته کړې ده: «دوه نور چینایان بیا د تیر کال د دسمبر میاشتې په وروستيو کې په عراق کې د یوولسو تنو نورو بهرنیو وگړو سره یوځای سرونه پرې شوي دي. اسلامي دولت پر هغوی باندي د خیانت او د تېښتي د هڅي تور ولگول شو.»

اسلامي دولت چې اوس د سوریې او عراق یو شمیر برخي په خپل کنترول کې لري تر اوسه پوري په سونو بهرني وگړي وژلي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو ټینگار یې کړی دی، چې هیواد یې له هر ډول ترهگرۍ سره مخالف دی.

هغه ټینگار کړی دی چې چین غواړي له نړیوالي ټولني سره د ترهگرو په ځپلو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

چین اوس په شین جیانگ سیمه کې د اولگر ډله په ترهگریزو فعالیتونو تورنوي او پر ترکيې حکومت باندي تور لگوي چې د دغو یاغیانو ملاتړ کوي.