1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» د وژني نوې ويډيو خپره کړې ده

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ آبان ۲۵, یکشنبه

د «اسلامي دولت» په نوم وسله والې ډلې ادعا کړې ده چي د امريکايي وګړی پېټر کېسيګ څخه يې سر پرې کړی دی. په اسلامي تندلارو وېبپاڼو کي یوه ویدو خپره شوې چې د دغه بیرحمانه عمل ثبوت ښي.

https://p.dw.com/p/1DoJ9
انځور: picture-alliance/AP/Kassig Family

په ويډيو کي يو داسي سړی ښودل کيږي چي مخ يې پټ کړی دی. دغه کس ادعا کوي چي کېسيګ (په انځور کي) يې وژلی دی. د دغه شکمن وژونکي څنګ ته د يو انسان سر هم تر سترګو کيږي خو پخپله د وژني انځورونه نه سته.

د دغه ويډيو د اصل توب په تړاو تر اوسه هيڅ کوم بې پلوه اړخ تائيد نه دی کړی. د بريتانيې لومړي وزير ډېويډ کېمرون پر دغه وژنه سخت خپګان ښودلی دی. د نوموړي په وينا دغه وژنه يو ځل بيا ښيي چي «اسلامي دولت» څومره ويجاړ او بې رحمه دی. د امريکا د متحده ايالاتو حکومت ويلي دي چي د دغه ويډيو د اصل توب د معلومولو لپاره يې پلټنې پېل کړي دي.

په خپره سوې ويډيو کي د سر پرې کولو نورې پیښې هم ښودل سوي دي. په ويډيو کي ښودل کيږي چي يو کس چي مخ يې پټ دی، اوباما ته په خطاب کې وايي چي د امريکايي عسکرو سره به همدغسي چلن وسي. دغه کس د نوموړې ترهگرې ډلې د پراختیا غوښتنې پخوانی هوډ يو ځل بيا تکراروي چي خپله واکمني به تر سعودي عربستان، ليبيا او یا اروپا پوري وغځوي.

څو کاله مخکي تښتول سوی

د واشنګټن پسټ د راپور له مخي امريکايي وګړي کيسيګ په ۲۰۰۷م کال په عراق کي د پوځي په توګه دنده درلوده. زياته سوې چي کيسيګ د روغتيايي لاملونو له کبله په باعزته توګه د پوځ څخه ووت او د سياسي علومو په تحصيل يې پېل وکړ. هغه په سوريه کي د مرستو په پروژو کې ونډه درلوده.

د سي ان ان رسنۍ خبر ورکړی ؤ چي کيسيګ د يرغمل نيول کېدو وروسته مسلمان سوی ؤ. د هغه د کورنۍ په وينا کيسيګ د تېر کال په اکتوبر مياشت کي د سوريې په ختيځ کي وتښتول سو.

کيسيګ د وروستي ځل لپاره د «اسلامي دولت» د هغې ويډيو په آخر کي ښودل سوی ؤ چي پکښي د برېتانوي اېلن هېننګ وژنه انځور فلمبرداري سوې وه. د يادي وسله والې ډلې د مخکنيو ويډيوګانو په آخره کي ښودل سوي غربي يرغمل کسان هميشه وروسته وژل سوي دي.