1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

اسلامي دولت د کابل د چاودنې پړه ومنله

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

یوې چاودنې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکایي ځواکونو یو کتار هدف ګرځولی چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته افغان ملکیان وژل شوي او درې تنه امریکایان ټپیان دي. د پیښې پړه د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/2cGFc
Afghanistan Anschlag auf Nato-Konvoi in Kabul
انځور: picture-alliance/AP/dpa/M. Hossaini

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش، ویلي دي چې په پیښه کې ۲۵ تنه نور افغان ملکیان ټپیان شوي هم دي. پیښه د سهار د ګیروبار پر مهال رامنځ ته شوي او یو شمیر موټر یې هم ویجاړ کړي دي.

دانش زیاته کړې ده: «موږ اوس هم په دې اړه چې چاودنه د څه له کبله رامنځته شوې ده څیړنې کوو، خو زه دا خبره تاییدوم چې د چادونې پر مهال له سیمې څخه د بهرنیو ځواکونو یو کتار تیرده.»

چاودنه په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته نزدې رامنځ شوې ده.

په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو ویاندې بیل سالوین، تایید کړې ده چې چاودنې درې تنه امریکایان هم ټپیان کړي دي.

د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په یوې اعلامیې کې د کابل د چهارشنبې ورځې برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ادعا یې کړې چې په کې اته امریکایي سرتیري وژل شوي دي. خو دغه ډله تل په خپلو بریدونو کې د لوړو تلفاتو ادعا کوي.