1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» د کوبانې ښار محاصره کړی دی

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۱۹, شنبه

کوردي مليشو د «اسلامي دولت» د لا زيات پرمختګ د مخنيوي لپاره خپل کوښښونه زيات کړي دي. دا په داسي حال کي چي ويل کيږي د دغه ښار ۴۰ فيصده برخه تر مخه لا د «اسلامي دولت» په لاس کي لوېدلې ده.

https://p.dw.com/p/1DTZu
انځور: REUTERS/U. Bektas

د فرهاد الشامي په نوم کوردي فعال د ټليفون له لاري د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د «اسلامي دولت» جنګياليو د کوبانې ښار د درو اړخونو محاصره کړی دی. دغه فعال چي په خپله په کوبانې کي موجود دی، زياته کړې يې ده چي پر ياد ښار د سويل، لوېديځ او ختيځ لخوا بريدونه ادامه لري. د هغه په وينا په زياته بيا د ختيځ لخوا د بريدونو شدت ډېر زيات دی.

په کوبانه کي د دفاعي شورا مشر عصمت حسن و کوردي خبري آژانس ويلاتي ته ويلي دي چي يوازي د شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۱مه) د دوی جنګياليو لږ تر لږه د دوو ځانمرګو بريدونو مخه نيولې ده.

د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته سازمان ويلي دي چي د «اسلامي دولت» جنګياليو تر ۹۰ دقيقو پوري خپل پوره هڅه وکړه چي د کوبانې مرکزي برخي ته ورداخل سي، خو په سپکو وسلو سنبال کوردي مليشو يې په سخته مقابله وکړه. زياته سوې چي د «اسلامي دولت» جنګيالي بيا بېرته د کوبانې د دغه مرکزي برخي څخه پر شا سول. د بشر د حقونو ياد سازمان زياته کړې ده چي د امريکا متحده ايالاتو او ټلوالو يې د کوبانې په سويل او ختيځ کي د «اسلامي دولت» پر مورچلونو سهار وختي لا بمباري پېل کړه.

د کوبانې ۴۰ فيصده د «اسلامي دولت» په لاس کي

د بشري حقونو ياد سازمان چي د سوريې و ياغيانو ته نژدې يوه ټولنه ده، وايي چي د سوريې د دننه څخه د ياغيانو لخوا د حالاتو په هکله معلومات تر لاسه کوي. د دغه سازمان مشر رمي عبدلرحمن، و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي د کوردي وسله والو کوچنۍ ټوليو پر کوبانې د «اسلامي دولت» د محاصرې د ختمولو لپاره د کوبانې د دباندي څخه پر هغوی بريدونه پېل کړي دي.

د ترکيې پر سرحد پروت د کوبانې ښار چي ورته عين العرب هم ويل کيږي، د تيرو درو اونيو راهيسي د جګړو شاهد دی. د سوريې د بشري حقونو د سازمان په وينا د «اسلامي دولت» جنګيالي په دې توانېدلي دي چي د کوبانې ۴۰ فيصده برخه ونيسي. دغه سازمان د جمعې په ورځ خبر ورکړی ؤ چي د کوردي مليشو د قومندانۍ مرکزي ودانۍ هم د «اسلامي دولت» و لاس ته لوېدلې ده.

دا چي په کوبانې کي اوس څومره ولسي کسان پاته دي، په هکله يې بېلابېل راپورونه ورکول کيږي. اټکل کيږي چي په دغه ښار کي اوس هم د ۱۰۰۰ او لسو زرو تر منځ ولسي کسان پاته دي. و سوريې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شتافان دې ميستورا د کوبانې د سقوط په صورت کي د احتمالي ډل وژنو او خونريزيو څخه خبرداری ورکړی دی.

د واشنګټن غونډه

د راتلونکي سه شنبې (د اکتوبر ۱۴مې) لپاره په واشنګټن کي د «اسلامي دولت» پر ضد د پوځي اتحاد غونډه پلان سوې ده. د امريکا د متحده ايالاتو يو لوړ پوړي پوځي چارواکي ويلي دي چي په دغه غونډه کي به د ۲۰ څخه زياتو هيوادونو پوځي مشران ګډون وکړي. زياته سوې چي په دغه غونډه کي به پر دې بحث وسي چي د «اسلامي دولت» پر ضد تر اوسه روانه پاليسي څومره بريالۍ ده.

په عيني حال کي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي ترکيې د «اسلامي دولت» پر ضد د زياتي همکارۍ لپاره چمتو والی ښودلی دی. زياته سوې چي د امريکا د ځانګړي استازي جان اېلن او د ترکي چارواکو تر منځ د خبرو اترو وروسته ترکيې داسي زيګنال ورکړی دی چي د سوريې د رژيم ضد اعتدال غوښتونکي ياغيان به وروزي او مجهز به يې کړي.

يو شمېر کارپوهان په دې آند دي چي د امريکا متحده ايالتونو تر مخه لا پر دې حساب کړی چي کوبانې به سقوط وکړي. دغه کارپوهان وايي چي د امريکا اوسنۍ ستراتيژي ناکامه ده او د نوي احتمالي ستراتيژۍ تر جوړېدو او عملي کېدو به کوبانې يو وخت لا سقوط کړی وي.