1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« اسلامي دولت» ډلې یوه بله ویډیو خپره کړې

دویچه ویله/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۳ دی ۲۴, چهارشنبه

افراطي «اسلامي دولت» ډلې د یو لس کلن ماشوم په وسیله د دوو کسانو د وژلو یوه ویډیو خپره کړې ده. په دغې ویډیو کې یو هلک «چې اټکل کیږي لس کلن به وي» پر دوو کسانو ډزې کوي.

https://p.dw.com/p/1EJop

په ویډیو کې ویل کیږي چې دغه دوه کسان روسي جاسوسان ول. دا لومړی ځل نه دی چې «اسلامي دولت» د کمرې مخې ته نیول شوې کسان وژني. د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنوري میاشتې ۱۳) په انټرنټ کې یوه ویډیو خپره شوه. په دغې ویډیو کې د یوه هلک له خوا وروسته تر دې چې له دوو کسانو څخه په سوریه کې د «اسلامي دولت» په ډله کې د نفوذ له پاره د هغوی د فعالیتونو په هکله پوښتنې گرویږنې کیږي په ډزو ویشتل کیږي.

دغه ویډیو« په داخل کې د یو دشمن کشفول» تر نامه لاندی خپره شوې ده. دغه ویډیو په روسي ژبه ثبت شوې ده چې له یوه تن څخه په پوښتنو او گرویږنو پیلیږي. د نوموړي ویډیو د اطلاعاتو پر اساس دغه کس د قزاقستان هیواد تابعیت لري.

نوموړی کس په ویډیو کې وایي چې د روسیې فدرال امنیتي ادارې(FSB) له خوا گمارل شوې دی، څو د «اسلامي دولت» یا پخواني داعش یو تن ترهگر ته ځان نزدې کړي او یا د هغې ارتباطي اطلاعات ترلاسه کړي.

په خپرې شوې ویډیو کې دویم تن چې هویت یې نه دی په ډاگه شوې وایي چې د روسیې فدرال امنیتي ادارې له پاره په دغه هیواد کې دننه کار کوي. نوموړی شخص وایې چې دنده یې د «اسلامي دولت» ډلې د یوه ترهگر وژل وو چې نوم یې په دغه ویډیو کې نه دی اخیستل شوې.

د روسیي فدرال امنیتي ادارې د دغې خپرې شوې ویډیو په هکله خپل دریځ نه دی څرگند کړی.

په دغې ویډیو کې د افراطي «اسلامي دولت» ډلې پورې اړونده یو ږیرور کس له پوځي جامو سره د یو هلک تر څنگ چې تور بنیان یې پر تن دی او د لسو کلونو په شاوخوا کې عمر لري لیدل کیږي. دغه هلک له ټوپک سره پر دغو دوو تنو چې لاسونه یې شاته تړل شوي او په گونډو شوې دي ډزې کوي او هغوې وژني. د ویډیو په پای کې یو وار بیا همدا هلک ښوول کیږي چې وایي« غواړي لوې شي، څو کفار ووژني».

«اسلامي دولت» ډله لیواله ده چې په انټرنټ کې د خپلې بې رحمانه وژنو ویډیوگانې خپرې کړي. مخکې تر دې تر اوسه پورې اسلامي دولت ډلې د نیول شویو کسانو د وژنې څلور ویډیوگانې خپرې کړې دي.

د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر میاشت کې هم د «اسلامي دولت» ډلې د یوې ښځې د سنگساریدو ویډیو خپره کړې وه. د «اسلامي دولت» ډلې له خوا د دغې سوریایې میرمنې د سنگسار ویډیو له خپریدو سره د دغې ترهگرې ډلې د غړو د بې رحمانه چلن په هکله په نړیواله کچه د حیرانتیا او کرکې څپې راپورته شوې.