1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي هېواد ونه: ددويم کوريايي وژل يو وحشيانه عمل دی

۱۳۸۶ مرداد ۹, سه‌شنبه

د اسلامي هېوادونو کنفرانس په افغانستان کې د دويم کوريايي وژل سخت غندلي دي او دايي يو وحشيانه عمل بللي.

https://p.dw.com/p/DK91
ددويم کوريايي مړی نن د کابل کندهار پر لويه لار د سړک د غاړي څخه پنځه متره ليري د افغاني پوليسو لخوا وموندل سو
ددويم کوريايي مړی نن د کابل کندهار پر لويه لار د سړک د غاړي څخه پنځه متره ليري د افغاني پوليسو لخوا وموندل سوانځور: AP
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېواد ونوپه کنفرانس کې چې د نړۍ 21 اسلامي هېواد ونو پکښي برخه اخستي د يوې اعلاميې په خپرولوسره يې په افغانستان کې پر زور لارو طالبانو ږغ کړی چې پاته 21 برمته کوريايان دي خوشي کړي.
د وي ويلي چې دا د اسلام له اساساتو سره چې د سولي او گډ ژوند پيغام لري مخالف عمل دی.
ددويم کوريايي مړی نن د کابل کندهار پر لويه لار د سړک د غاړي څخه پنځه متره ليري د افغاني پوليسو لخوا وموندل سو.
بله خوا د تازه رارسيدلو خبرونو له مخي وسلوالو طالبانو د کوريايانونوی ضرب الاجل اعلام کړی چې ويل کيږي د چهارشنبې د ورځ تر نيمايي پور به دوام وکړي تر ځو افغان حکومت او کوريايي پلاوي ته وخت ور کړي چې ددوي بند ي ملگري خوشي کړي کنه نو دوي به ټول کوريايي يرغمل ووژني.
د يوې نيمي اونۍ راپدې خوا د کابل کند هار پر لويه لار 23 تنه کوريايان چې په يوه سرويس موټر کې يي سفر کاوه د طالبانو لخوا برمته سوي چې ډ يری يي ښځي د ي .
طالبانو ددې کوريايانو د خوشي کولو په بدل کې له افغانستان څخه د ټولو کوريايانو د استلو او په همدې شمير د خپلو بند ي ملگرو د خوشي کولو غوښتنه کړې، خوکله چې ددوې غوښتنو ته افغان حکومت غاړه کښې نه ښول طالبانو يوار يو او بيا تيره شپه يي يو بل کوريايي تر تيغ تير کړی.