1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامپال ګوندونه د مصر په پارلماني ټاکنو کي مخ ته دي

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

په مصر کي د ۶۰ کالو وروسته د لومړي ځل لپاره په تر سره سوؤ آزادو ټاکنو کي ښايي اسلامپلاله ګوندنه تر ټولو زياتي رايي وګټي. د ټاکنو د درو پړاونو څخه لومړی پای ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/13Lwk
د مصر د ټاکنو لومړنې پایلې د اسلامپال ګوندونو بریا ښکاری
د مصر د ټاکنو لومړنې پایلې د اسلامپال ګوندونو بریا ښکاریانځور: dapd

د خپلواکۍ او عدالت د ګوند د ګوند غړو چې د اخوان المسلمين سياستوال هم دي ویلي دي چې په لومړي ټاکنيز پړاو کي یې ۴۰ سلنه رايي ګټلي دي.

د مصر د رسنيو په وينا د سلفيانو النور ګوند تر ۲۰ سلنه څخه زياتي رايي ګټلي دي چي په دې توګه دغه اسلامپاله ګوند تر ليبرال ګوندونو مخ ته دی. سلفيان غواړي چي د اسلام د پېغمبر، حضرت محمد، د اصحابو د وختونو په څېر په ټولنه کي اسلامي اصول او قوانين رامنځ ته کړي.

د مصر د پارلمان لپاره د ټاکنو د درو پړاونو څخه لومړی پړاو د دوشنبې او سه شنبې په ورځ په قاهره، سکندريه او په يو شمېر نورو برخو کي تر سره سو. د ۱۳ مليونو رايه ورکولو حق درلودونکو څخه څه باندي اته مليونو خپلې رايي کارولي دي چي په دې توګه په ټاکنو کي د رايه اچونې سلنه تر ۶۲ څخه لوړه ده. د مصر د ټاکنو کميسيون رئيس، عبدالمعاس ابراهيم، ويلي دي چي د فرعونانو له وخت راهيسي دا د ولس تر ټولو ستره ونډه اخيستنه ده.



د مصر د ټاکنو د کميسيون رئيس د ټاکنو د لومړيو پايلو په ترځ کي يو خبري کانفرانس رابللی ؤ. اټکل سوی ؤ چي په دغه کانفرانس کي به ژورنالستانو ته د ټاکنو د ګټونکو او د پايلو په هکله تفصيلي معلومات ورکړل سي. خو د کميسيون رئيس ژورنالستانو ته وويل چي په انټرنټ کي خپرې سوې د ټاکنو پايلي په خپله ولولي او په دې توګه ګټونکي او بايلوؤنکي په خپله ځان ته معلوم کړي. هغه پداسي حال کي چي ژورنالستان اړ ول چي د هرې انتخاباتي حوزې نتايجي جلا جلا ولولي.

د مصر په ۱۸ پاتو ولايتونو کي به د جنورۍ تر مياشتي پارلماني ټاکنې تر سره سي. د هغه وروسته به په درو نورو پړاؤنو کي د مشرانو د جرګې لپاره ټاکنې وسي. د ټاکنو وروستۍ پايلي به د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه اعلان سې چي د ۴۹۸ څوکيو څخه څو چوکۍ چا ګټلي دي. د مصر نوی ټاکل سوی پارلمان د دغه هیواد لپاره د نوي اساسي قانون د جوړولو دنده پر غاړه ولري.

په مصر کي به د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۲ کال په جون کي تر سره سي. د ولسمشر د ټاکنې وروسته به د هيواد واکمنه پوځي کمېټه واک هغه ته وسپاري. د ۲۰۱۱ کال د فبروري په مياشت کي د پخواني ولسمشر، حسن مبارک، د استعفا وروسته پوځي کمېټې د هيواد واګ په لاس کي واخیست. خو په مصر کي د نوموړې پوځي کمېټې پر ضد نوي احتجاجونه هم تر سره سوه چي په کښي تر ۴۰ څخه زيات انسانان ووژل سول. احتجاج کوؤنکي غوښتنه لري چي پوځي کمېټه بايد د جون څخه تر مخه واک ملکيانو ته وسپاري.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش