1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامیستانو په لیبیا کي د امریکا پر قونسلګرۍ برید کړی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/167D6

د لیبیا په یوه ښار بن غازي کي د امریکا د متحده ایالاتو پر قونسلګرۍ باندي د وسله والو اسلامیستانو له خوا په یوه برید کي لږترلږه یو امریکايي وگړی وژل سوی دئ او یو بل زخمي سوی دئ. د لیبیا د کورنیو چارو د وزیر معاون وانیس ال شریف د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چي دغه دواړه کسان د قونسلګرۍ کارکوونکي وه. د دغي شخړي د رامنځته کېدو علت د عیسوي قبطيانو هغه فلم وو، چي په متحده ایالاتو کي جوړ سوی دئ او پکښې د مسلمانانو په حواله حضرت محمد (ص) ته توهین سوی وو. له بلي خوا د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاندی ویکتوریا نولاند ویلي دي، چي امريکا دغه برید په کلکه سره غندي. تر دغي پیښي څو ساعته دمخه هم په زرونو انسانانو د مصر په پایتخت قاهره کي د امریکا د سفارت مخي ته سختي مظاهرې وکړې. ددغو مظاهرو په ترڅ کي د امریکا د بیرغ پر ځای یو تور اسلامي بیرغ ودرول سو.