1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد د کرزي تورونه رد کړل

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه

پاکستان د افغان ولسمشر حامد کرزي، هغه تورونه رد کړل، چې گواکې پر اسد الله خالد ترسره شوی برید د دوی په خاوره کې پلان شوی وو.

https://p.dw.com/p/16yi8
انځور: AP

د افغانستان د ملي امنیت پر رئیس اسدالله خالد باندي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲کال د دسمبر۶) په کابل کې برید تر سره شو. ويل کيږي، چي دا يو ځانمرگی بريد وو. د راپورونو په حواله دغه بريد د افغانستان د ملي امنيت ادارې په مېلمستون کې د سولې د یوه پیغام راوړونکي له لوري تر سره شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې افغان حکومت دې هغه معلومات يا شواهد چې په دې برخه کي يې لري، له هغوی سره دي يې شريک کړي. پر دې سربیره د پاکستان دولت د پلټنو په تر سره کولو کې هم د مرستو ژمنه کړې ده.

د پاکستان له لوري دا غبرگون له هغه وروسته ښودل کيږي، چې افغان ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ وویل چې په دې اړه به له پاکستاني مقاماتو سره خبرې اترې وکړي.

ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: «موږ به له پاکستان څخه د ډیرو خبرو سپیناوی وغواړو، ځکه چې موږ په دې پوهیږو دغه کس چې د مېلمه په نوم له اسد الله خالد سره لیدلي وو، له پاکستان څخه راغلی وو.»

کرزي په دغه خبري کنفرانس کې وويل، چې پر اسدالله خالد د ترسره شوي برید پلان د پاکستان د کوټي په ښار کې جوړ شوی وو. داسې ویل کیږي چې د کوټي په ښار کې د طالبانو یو شمیر مشران میشت دي.

د افغان دولت له لوري د جمعې په ورځ په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي وو چې برید کوونکي چاودیدونکي توکې په خپل نیکر کې ځاي پر ځای کړي وو، او زیاته کړې یې وه چې د خالد روغتیایي وضعیت مخ پر ښه کیدو دی.

په یو شمیر لوړ پوړو افغان چارواکو د بریدونو د تر سره کیدو سربیره هم ولسمشر حامد کرزي پر دې خبره ټینگار وکړ چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې او د بیا پخلانیې پیل شوې خبرې اترې ادامه ومومي. د هغه په وینا له پاکستان سره به رغوونکي خبري اترې او اړیکې او په عین وخت کې د سولې پروسه به هم ادامه ومومي.

د برید تر شا «لا ستر» لاسونه دي

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې د دغه برید تر شا د وسله والو لاس نه دی: «که څه هم په ظاهري توگه طالبانو د نورو بریدونو په څیر د دغه برید مسئولیت هم پر غاړه اخیستی دی خو د داسې یوه مغلق یا پېچلي برید تر سره کول او د انسان په بدن کې د چاودیدونکو توکو ځای پر ځای کول د طالبانو کار نه دی.»

د کرزي په وینا دا «یو ډیر مسلکي او انجینري» کار وو، نو له دې امله په دې کار کې ډیر ماهر او «لا لوی» لاسونه ښکیل دي.

dpa, Reuters/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل