1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد د کرزي تورونه رد کړل

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16yik

پاکستان د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د افغانستان د استخباراتو پر مشر بريد د دوی په خاوره کې پلان او طرح شوی وو. اسد الله خالد چې د افغانستان د ملي امنيت د ادارې مشر دی، د پنجشنبې په ورځ د کابل په يو مېلمستون کې د يو احتمالي ځانمرګي بريد په ترڅ کې ټپي شو.

په رپوټونو کې ويل شوي دي چې بريد کوونکی د طالبانو يو مرکچي وو. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې ويناپاڼې له لارې څرګنده کړه چې افغان حکومت دې هغه معلومات يا شواهد چې يې په دې ترڅ کې لري، له هغوی سره شريک کړي. سربېره پر دې په پلټنو کې د مرستې ژمنه هم شوې ده. افغان ولسمشر کرزي تیره ورځ ويلي وو چې بريدکوونکی له پاکستان څخه راغلی وو او د حملې پلان په کوټه کې جوړ شوی وو.