1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد له واشنګتن څخه پيکينګ ته مخ اړولي

۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

وروسته له هغي چي د متحده ايالاتو او پاکستان ترمنځ اړيکي د اسامه د وژني د عملياتو په سر خړي شوي، پاکستان خپل ريښتني ملګړي، چين ته د لا نږدي کيدو کوښښ کوي. کارپوهان د دواړو هيوادونو د اړيکو په اړه بيلابيل نظرونه لري

https://p.dw.com/p/11LoI
پاکستانی او چینایی مشران
پاکستانی او چینایی مشرانانځور: picture alliance/dpa

د چين د لومړي وزير، وين جياباو، په حواله 2011 کال به د پاکستان او چين د دوستي او ملګريتوب کال وي. دغه دواړه هيوادونه سږ کال د خپلي دوستي شپيتمه کليزه لمانځي. دغو دواړو هيوادونو همدا راز بريکړه کړي چي خپل منځ کي به اړيکي لا پسي تينګي کړي او د تروريزم په وړاندي خپلو ګډو هڅو ته به لا زور وکړي.

چين او پاکستان همدا راز پريکړه کړي چي د يو بل سره سوداکريزي اړيکي به هم پياوړي کړي. چين پاکستان ته د وسلو د پيرودلو تر تولو لوي قرارداد لري. دغه هيواد همدا راز د پاکستان د اتمي تکنالوژي کي تر تولو لوي مرستندوي هم دي.

چين په وروستيو کي په پاکستان کي يوه اتمي بټي جوړه کړي او همدا راز يي تعهد کړي چي پاکستان ته به 50 جنګيالي جيټ الوتکي ورسوي.

د پاکستان او چين د اړيکو پرمختګ په داسي حال کي رامنځ ته کيږي، چي د پاکستان او متحده ايالاتو اړيکي خړي شوي دي.

وروسته له هغي چي متحده ايالاتو د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، په پاکستان کي ؤوژه، اوس دغه دواوړه هيوادونه پر يو بل باور نه لري.

کله چي اسامه د پاکستان د پلازميني په 50 کيلومتر کي ؤوژل شو، متحده ايالاتو سمدستي پاکستان ته ګوتي ؤ نيولي چي ګواکي دغه هيواد د تروريزم په وړاندي جګړي کي خپل تول کوښښونه په لاره نه دي اچولي. خو چين بيا په دغي پيښي کي د پاکستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

اوس چي پاکستان او چين د خپلو نږدي ديپلوماتيکو اړيکو 60 کليزه لمانځي، اصلي پوښتنه دا ده چي ايا د پاکستان او چين تر منځ ملګرتيا په رښتيا سره هم همدومره پياوړي او ريښتني ده چي د دواړه هيوادونو مشران يي ښکاره کوي او که نه.

امريکايي کارپوهان په دغي موضوع چي د دواړو هيوادونو اړيکي دي په دي اندازي ښي وي ډير باور نه لري.

د بروکينګس په انستيتوت کي د چين د چارو څيړنکي، جانوتن پولک، وايي چي چين اوس مهال خپلي ستونزي هم لري په خاصه توګه د خپل مسلمان اوسيدونکو سره.

دي وايي: «زه په دي باور يم چي په پاکستان کي د ناامني او د دغه هيواد د رهبري ضعف هغه مسايل دي چي چينايان يي په اړه انديښني لري. خو چين نه غواړي چي دغه انديښنه په ښکاره وښيي. که دوي د پاکستان سره کومه ستونزه ؤ لري نو هغه ستونزه په خصوصي د يو بل سره مطرح کوي.»

دا په داسي حال کي ده د بروکينګس په انستيتوت کي د جنوبي اسيا يو کارپوه، ستيفن کوهان، وايي چي چين به هيڅ کله هم د پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځاي ؤ نه نيسي. دي وايي: «چين تل مدام د پاکستان څخه منځيني ختيز ته د رسيدو د يوي وسيلي په توګه کار اخيستي او دغه موضوع د چين لپاره ډير ارزښت لري. خو کله چي خبره د پاکستان جدي پاليسيو ته رسيږي نو چين د دغو مسايلو څخه ځان لري ساتي. او پاکستان د دغي خبري قدرداني کوي. پاکستان په دغو مسايلو کي د متحده ايالاتو د لکچرونو څخه خسته شوي.»

کوهان زياتوي چي پاکستان د خپل په مقابل کي د چين د دريځ څخه ډير خوښ دي لکه څنګه چي د پاکستان لومړي وزير چين ته د خپل د سفر څخه وړاندي ويلي ؤ چي دغه هيواد د پاکستان تر تولو ريښتني ملګړي دي چي په بيلابيلو حالتونو کي د پاکستان ترشا ولاړ پاتي شوي دي.

په اسلام آباد کي پاکستاني ژورناليست، امتيازګل، باور لري چي د پاکستان او چين اړيکي د متحده ايالاتو او د پاکستان د اړيکو څخه ډير تفاوت لري. دي په دي اند دي چي پاکستان تل مدام د چين سره د يو ښه دوست په صفت رابطه درلوده او په ډيرو سخت حالاتو کي هم چين د پاکستان خوا ته پاتي شوي دي.

امتياز ګل زياتوي چي متحده ايالاتو بيا په ډير برخو کي د پاکستان سره يوازي وعدي کړي دي. دي زياتوي چي پر پاکستان د متحده ايالاتو تورونه هم کولاي شي په پاکستان کي د امريکا ضد باورونه لا پسي ډير کړي.

دا په داسي حال کي ده چي ډير شمير نور پاکستاني کارپوهان وايي چي پاکستان بايد د چين او امريکا دواړو سره خپلي اړيکي تينګي وساتي. دغه کارپوهان وايي چي پاکستان بايد يوازي په متحده ايالاتو تکيه ؤ نه کړي بلکه د نورو هيوادونو سره هم بايد ښي اړيکي ؤ لري.

سارا بيرنينګ/ مسعود جهش
کتونکي/ عبدالباري حکيم