1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام ته دسپکاوي په غبرگون کي لاريون وسو

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه

په کابل کي په سوونو ځوانانو د هغه فلم په اعتراض کي سړکونو ته را ووتل چي د یوه امریکایي فلم جوړونکي له خوا اسلام ته پکښې سپکاوی شوی دئ.

https://p.dw.com/p/169sz
انځور: DW

لاریون کوونکو د هغه امریکايي د محاکمه کولو غوښتنه کوله چي په دغه سپکاوي تورن شوی دئ او وایي داسي یو فلم ئې جوړ کړی دئ، چي پکښې د اسلام مقدساتو او ستر پیغمر حضرت محمد ته توهین شوی دئ.

دغه لاريون کوونکي چي شمېر ئې نزدې څلورسو تنو ته رسېد، ډيری ئې د کابل پوهنتون محصلين ول. لاريون کوونکو مړه دي وي امریکا او مړ دي وي امریکايي فلم جوړونکی شعارونه له ځان سره لیږدول او له ملګرو ملتونو سازمان څخه ئې دغه فلم جوړونکي ته د سختي سزا د ورکولو غوښتنه کوله.

لاریون د کابل پوهنتون د مرکزي لیليې له مخي د ځوانانو د څو فعالو ټولنو له خوا پیل او د کارته سخي د څلور لاري پر لور روان وو، چي پر لاري باندي نور ځوانان هم ورسره يو ځای کېدل.

څو ورځي دمخه د امریکا یوه مشهور فلم جوړونکي يو داسي فلم جوړ کړ چي د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي ئې د مسلمانانو غوسه را وپاروله.

په مصر، لیبیا، یمن او تونس کي هم د دغه کار پر ضد لاریونونه وشول چي مرگ ژوبله ئې هم لرله. د دغه امریکايي فلم جوړونکي دغه عمل په افغانستان کي هم په لاريونونو او اعتراضي غونډو کي وغندل شو.

د کابل د نن (۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۱۶) ورځي په لاریون کي د پوهنتون د شریعاتو د پوهنځی محصل منصور رستاقي دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چي د امریکا دولت باید د ادیانو سپکوونکو ته سزا ورکړي:

«هیڅوک حق نه لري چي د بل چا دین ته سپکاوی وکړي، که هغه مسلمان وي که مسیحي او کوم بل دين، موږ نن اعتراض کړی دئ، چي خپل ږغ پورته کړو.»

اسلام ته د سپکاوي په غبرګون کي را ولاړ شوي ځوانان چي په دغه مظاهره کي ئې برخه لرله تر ډيره ځايه په منظمه توګه رهبري کیدل او د پولیسو له خوا ئې سخته څارنه کېده.

د بلوا ضد په سونو پولیس د کابل لویدیځ ته استول شوي ول چي هلته د لاريون کوونکو د احتمالي بلوا مخه ونیسي.

تر دې دمخه د افغانستان په کندوز، کندهار، او لوګر ولایتونو کي هم اسلام ته د سپکاوي د وروستي فلم په غبرګون کي اعتراضي غونډي شوي وې خو په ختیځ ننګرهار کي بیا قهر جن لاریون تر سره شو، چي پکښې د امریکا بیرغ او د ولسمشر اوباما عکس ته اور واچول شو.

افغان دولت د اعتراضونو د مخنیوي له پاره له څو ورځو راهیسي په وطن کي دننه د یوتوب او جي میل پر ویبپاڼو باندي هم بندیز لګولی دئ او دغو دوو ټولنیزو ویبسایټونو ته لاس رسی ناممکنه دئ. ویل کیږي چي اسلام ته د سپکاوي وروستی فلم په یوتوب کي نندارې ته ایښوول شوی دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل