1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسموسن: يونان ته بايد نور پورونه ور ونه بخښل سي

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16q77

د اروپايي مرکزي بانک د رئيسه هيئت الماني غړي Jörg Asmussen د يونان د لا زياتو پورونو د معافۍ وړانديزونه رد کړي دي. هغه بلد نومي المانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي د پورونو بخښنه د يونان له پاره د راتلونکي مرستندويه پېکج برخه نه ده. د نوموړي په وينا د قرضو تر بخښلو زيات مهم وړانديزونه دا دي چي د يونان پورونه بېرته رانيول سي او په دې توگه يې د سود کچه راکښته کړل سي. تر دې مخکي د دېر شپيگل په نوم المانۍ مجلې راپور ورکړی وو، چي نړيوال وجهي صندوق په اقتصادي توگه د يونان د ژغورلو له پاره د پلان پر جوړولو خبري کوي. په راپور کي راغلي دي چي د دغه پلان له مخي به ښايي يونان ته په ۲۰۱۵ عيسوي کال کي زيات پورونه وبخښل سي. په دغه پلان کي وړانديز سوی دی، چي دولتي پور ورکوونکي، يونان ته د خپلو پورونو نيمه برخه وروبخښي. د آلمان حکومت د دغه پلان د عملي کېدو په صورت کي د ميلياردونو يورو د مصارفو د رامنځته کېدو له کبله د لا زياتو پورونو د بخښلو مخالفت کوي.