1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسناد: بن لادن پر امريکا يرغل ته لومړيتوب ورکاوه

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

په هغو اسنادو کې چې د بن لادن پر کورباندي د يرغل پر مهال ترلاسه شوي او اوس خپاره شوي دي، د القاعدې مشر له خپلو پلویانو څخه د مسلمانانو تر منځ د خپلمنځي جگړو څخه ډډه کول او امریکا متحدو ایالاتو ته د پام اړولوغوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1FTXq
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحدو ایالاتو استخباراتي ادارو د چهارشنبې په ورځ تر سلو زیات هغه پټ اسناد خپاره کړل چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن پر کور باندي د يرغل پرمهال د دوی لاس ته ورغلي دي. په دغو اسنادو کې چې ځيني يې په لاس په عربي ژبه ليکل شوي دي، ښيي چې د اوسامه د ژوند په وروستیو ورځو کې په دغه ترهگره شبکه کې د ستراتیژۍ پر سر ژور اختلاف وو.

په دغو ژباړل شوو اسناد کې د بن لادن له خوا خپلي کورنۍ او مرستیالانو ته لیکونه هم شامل دي. بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکا متحدو ایالاتو د ځانگړي سمندري ځواک په يوه چاپه کې ووژل شوو.

د ترلاسه شوو اسنادو څخه څرکنديږي چې اسامه بن لادن د القاعدې د نورو مشرانو په پرتله برعکس د پراخو ترهگرو عملیاتو پلوی وو.

د بن لادن په یوه نیول شوي سند کې ليکل شوي دي: «پام باید د امریکانو او د هغوی د استازو و وژلو او د هغوی پر ضد جگړې ته واړول شي.»

خبري آژانسونو لیکلي دي چې پر دې سربیره په دغو اسنادو کې بن لادن ویلي دي چې د منځني ختیځ د رژیمونو پر ضد جگړه به القاعده له دې څخه واړوي چې پر متحدو ایالاتو برید وکړي، څو دغه هیواد مجبوره کړل شي چې «مسلمانان پر کرار پریږدي.»

بن لادن په یوه سند کې لیکلي دي: «موږ باید په ټولو سیمو کې د پوځ او پولیسو پر ضد بریدونه ودروو، په ځانگړې توگه په یمن کې.»

د بن لادن تر وژل کیدو وروسته د القاعدې نوي مشرتابه د هغه د ستراتیژۍ برعکس پریکړه وکړه چې کوچني ترهگر عمليات او يا هم انفرادي بریدونه وکړي.

دغه اسناد له هغه وروسته بربنډیږي چې یوه مشهور امریکایي خبرالش سیمور هرش، ادعا وکړه چې د اسامه بن لادن د «موندلو او وژلو رسمي بڼه په غلط ډول» وړاندي شوې ده. خو د امریکا متحدو ایالاتو د استخباراتي ادارې CIA ویاند ریان تراپاني، ویلي دي چې د دغو اسنادو بربڼدول دمخه لا پلان شوي ول او دا د هرش رپوټ ته د غبرگون په توگه کوم اقدام نه دی.

دغه اسناد همدارنگه دا هم په ډاگه کوي چې بن لادن ښایي پاکستان ته د خپل زوی حمزه، د قاچاق کولو پر پلان باندي کار کاوه. ۲۲ کلن حمزه خپل پلار ته په یوه استول شوي لیک کې لیکلي دي چې دی «د جهاد پر لار» روان دی، خو ځیني رپوټونه ښيي چې هغه د چاودیدونکو موادو زده کړي کولې.

د بن لادن زوی په ۲۰۰۹م کال کې په ایران کې نظر بند وو. د متحدو ایالاتو جگپوړي استخباراتي چارواکي وایي چې د حمزه اوسنی ځای د یوه پټ راز په توگه پاته دی.

په دغو اسنادو کې پر شخصي او ستراتيژیکي تصمیمونو سربیره القاعدې ته د استخدامیدونکي کسانو او د هغوی د روزني په هکله اسناد هم شته.

د بېلگې په توگه په یوه فورمه کې لیکلي شوي دي چې اړین معلومات په دقیق او ریښتني ډول بشپړ کړئ. نوم، عمر، مدني حالت متهل یا مجرد. په فورمه کې دا هم لیکل شوي دي چې غواړی ځانمرگی برید وکړی که نه؟

د بن لادن زوی، حمزه بن لادن
د بن لادن زوی، حمزه بن لادنانځور: picture-alliance/abaca