1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني احمدزی: اداري فساد له منځه وړم

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۵, شنبه

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، ویلي دي چې د حکومتدارۍ له پاره یې سختې ورځې په مخکې دي، خو په وینا یې د خلکو په همکارۍ به پر دغو ستونزو په ساده ډول برلاسی شي.

https://p.dw.com/p/1DM1v
انځور: W.Kohsar/AFP/GettyImages

اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر میاشتې ۲۷مه) په ارگ کې د ملي جنبش د گوند لسگونو پلویانو ته په وینا کې وویل چې د راتلونکو کلونو حکومتدارۍ به په تیرو میاشتو کې د ټاکنیزو ناندریو په نسبت سخته نه وي.

د تلونکي ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر وړاندې یو ستر انتقاد د فساد پر وړاندې مبارزه کې نه جدیت وو. خو اشرف غني احمدزي چې په پام کې ده د دوشنبې په ورځ به لوړه وکړي، ژمنه وکړه چې له ادارې فساد سره به مبارزه وکړي.

ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: «که چیرې پانگونه، مساوات او خدمات غواړو، د اداري فساد د دفع کیدو پرته نه کیږي. له دې کبله زموږ په اراده کې دې څوک شک و نه لري. تیر ته صلوات، خو که چیرې موږ راغلو او په دغو کارونو کې مو لاس درلود، بیا له ما نه گیله مه کوئ، له خپله ځانه گېله وکړئ.»

تل پاتې سوله

په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له جگړې څخه کړیږي او هره ورځ له بېلا بېلو ولایتونو څخه د نا امنۍ او د طالبانو د یرغلونو رپوټونه ورکول کیږي، د افغانستان نوي ولسمشر وویل چې امنیت به ټینگ کړي.

د ښاغلي احمدزي په باور په افغانستان کې سراسري سوله په هغه صورت کې تأمینیږي چې د افغانستان د ټولنې ټول قشرونه، دغه هیواد خپل مال وگڼي او د هغې د خوندیتوب له پاره هڅې وکړي: «موږ به د امنیت د فضا د رامنځ ته کیدو له پاره هر اړخیزې هڅې وکړو. خو امنیت د تل پاتې سولې پرته ناممکنه دی. له دې کبله د ملي یووالي حکومت باید افغانستان د ټولو قشرونو خلک په خپل غیږ کې راونیسي او دغه گډ کور باید په هغه اندازه عزت پیدا کاندي چې هر افغان د دې کور هره خښته په خپله وینه او زړه باندې وساتي.»

د افغانستان نوي ولسمشر له پانگوالو وغوښتل چې له دې وروسته په افغانستان کې له پانگونې څخه دریغ و نه کړي. د اشرف غني احمدزي په وینا په دې برخه کې به له پانگوالو سره همکاري وکړي، ځکه چې په وینا یې د پانگونې پرته د افغانستان د خلکو ستونزې نه حلیږي: «موږ له تاسو سره ژمنه کړې ده چې افغانستان د تحول خوا ته بیایو. زما لومړنۍ خبره دا ده چې افغانستان باید د ملي او نړیوالې پانگونې مرکز شي، ځکه چې د پانگونې د فضا د رامنځ ته کولو پرته، موږ د ځوانانو ستونزې نه شو حلولې.»

احمدزي په خپلو خبرو کې پر دې باندې ټینگار وکړ چې په افغانستان کې د ثبات او هوسایي د رامنځ ته کولو له پاره د دوشنبې له ورځې څخه کار پیلیږي. هغه وویل په هغه صورت کې چې د افغانستان خلک له حکومت سره همکاري و نه کړي، دغه هیلي نه شي عملي کیدای.