1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني احمدزی په دویم پړاو کې مخکښ دی

مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۱۶, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د دغو پایلو له مخې ډاکټر اشرف اغني احمدزي۵۶.۴۴ سلنه او ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

https://p.dw.com/p/1CXQp
انځور: picture-alliance/dpa

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمدیوسف نورستانی، د دوشنبې په ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د لومړنیو پایلو له مخې په دویم پړاو کې ټول ټال ۸۱۰۹۴۹۰ رایې کارول شوي دي. ۴۴۸۵۸۸۸ یا ۵۶.۴۴ سلنه رایې د ډاکټر اشرف غني په گټه او ۳۴۶۱۶۳۹ یا ۴۳،۵۶ سلنه رایې د ډاکتر عبدالله عبدالله په گټه کارول شوي دي. د رایو ورکوونکو په ډله کې شاوخوا ۳۸ سلنه ښځې شاملې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر روښانه کړه چې له سره نو اوس د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کار پیل شوی دی چې شته شکایتونه وڅیړي. هغه وویل چې د رایو د تفتیش په پایله کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ۶۴۲۷ رایې او د ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۴۲۸ رایې باطلې شوې دي.

نورستاني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې په دویم پړاو ټاکنو کې ټول ټال ۶۳۶۵ د رایې اچوونې مرکزونه پلان شوي وو. په دغو مرکزونو کې د نارینه او ښځینه رایې ورکوونکو له پاره د رایې اچوونې ۲۳۱۳۶ محلات په پام کې نیول شوي وو. پر دې سربیره د ټاکنو په ورځ ۵۷۰ احتیاطي محلونه هم پلان شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو په ورځ په ټول افغانستان کې ۱۹۳ مرکزونه د بیلابیلو ستونزو له کبله نه وو پرانیستل شوي او په ۲۹۹ مرکزونو کې بیا رایې اچوونه نه وه ترسره شوې.

د نوماندانو تر منځ خبرې

نورستاني وویل چې همدا اوس د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې او د ولسمشر د مرستیالانو او د ملگرو ملتونو په منځگړتوب سره خبرې کوي ترڅو د ټاکنو په لا ډیر شفافیت کې مرسته وکړي. هغه وویل چې تراوسه پورې د شویو موافقو له مخې به ۷۰۰۰ ټاکنیز محلونو رایې تفتیش شي.

د نورستاني په خبره دغه څیړنه به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ترسره کړي خو هغه ټینگار وکړ چې اداره به یې د شکایتونو د څیړنې له بهیر سره مرسته وکړي.

د نورستاني په خبره د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې د تفتیش له پاره لس معیارونه وړاندیز کړي دي چې له ډلې څخه یې د اشرف غني ډلې څلور منلي، له دوو څخه په خپله د عبدالله عبدالله ډله تیره شوې او پر څلورو نورو اوس هم بحثونه روان دي.

«درغلۍ او ستونزې موجودې دي»

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، وویل چې د افغانستان په څیرهیواد کې د معیاري ټاکنو په لاره اچول یو اسانه کار نه دی او د درغلیو امکان په کې شته. هغه زیاته کړه: «د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا خبره مني چې پر ټولو ستونزو سربیره هم د هغوی په اجرأتو کې ځینې تخنیکي ستونزې موجودې وې.»

نورستاني دا خبره هم ومنله چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یو څه درغلۍ شوي دي خو هغه ټینگار وکړ چې د درغلیو اندازه باید د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون معلومه کړي.

نورستاني د ټاکنو په بهیر کې له امنیتي ځواکونو، ټاکنیزو کارکوونکو او رسنیو څخه مننه وکړه. خو هغه پر یو شمیر پولیسو او حکومتي کارکوونکو باندې هم نیوکه وکړه چې درغلیو ته یې لاره هواره کړې ده: «په ځینو مواردو کې د امنیې یو شمیر قوماندانانو په ټاکنیزو چارو کې مداخله کړې ده او بې طرفه نه دي پاتې شوي.»

نورستاني ټینگار وکړ دا چې په کومو سیمو کې د رای اچونې صندوقونه کیښودل شي د امنیتي ځواکونو پریکړې پورې اړه لرله. هغه وویل چې د دغو ځواکونو د پریکړې مسوولیت هم هغوی پورې اړه لري.

پر نوماندانو نیوکه

نورستاني وویل چې نوماندانو په ځینو مواردو کې د دې پر ځای چې د ټاکنیز بهیر له شفافیت سره مرسته وکړي په ځینو برخو کې خپله درغلیو ته لمن وهلې ده. هغه وویل چې نوماندانو په ځینو ځایونو کې د خپلې خوښې کسان په کمیسیونونو کې په کار گومارلي دي او ان د یو شمیر کسانو د «اخیستلو» هڅه یې هم کړې ده.

نورستاني همداراز پر یو شمیر رسنیو باندې هم نیوکه وکړه چې چې په ځینو مواردو کې یې په سمه توگه خپل کار پر مخ نه دی بیولي او ستونزو ته یې لمن وهلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب