1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني نیپال ته ولاړ

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۴, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲۵مه) د سویلي اسیا د هیوادونو د همکارۍ سازمان یا «سارک» په غونډه کې د گډون په موخه نیپال ته ولاړ. هغه به په دې سفر کې له نیپالي چارواکو سره د اړیکو پر پراخولو وغږیږي.

https://p.dw.com/p/1DskJ
انځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

د افغانستان د جمهوري ریاست په حواله ولسمشر غني به په دې سفر کې د نیپال له صدراعظم او د دې هیواد له یو شمیر نورو چارواکو سره وویني. هغه به همدا راز د سارک سازمان د غړو هیوادونو له مشرانو سره هم د سیمه ییزو همکاریو پر پراخولو وغږیږي.

د سارک سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو تر غونډې یوه ورځ مخکې د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نیپال په پلازمینه کې غونډه وکړه. د سارک په غوڼډه کې هندوستان او پاکستان هم گډون کوي.

د بهرنیو چارو وزیران غواړي چې پر مسایلو باندې توافقونه رامنځ ته کړي او پر دې سربیره د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو له پاره د دولتي مشرانو غونډې ته اجندا تعینه کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان، بنگله دیش، بوتان، هندوستان، مالدیپ، نیپال، پاکستان او سریلانکا هیوادونه گډون کوي. د دغو هیوادونو مشران به یو له بل سره د غونډې په څنډو کې لیدنې کتنې هم وکړي.

تمه کیږي چې د غونډې په څنډو کې به د هندوستان لومړی وزیر نارندرا مودي له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره خبرې وکړي. خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.

مودي د سه شنبې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي وو: «زه د سارک غونډې په څنډو کې د سویلي اسیا د هیوادونو له مشرانو سره دوه په دوه خبرو اترو ته سترگې په لار یم.»

د سارک د غونډې په درشل کې د نیپال په پلازمینه کې امنیتي تدابیر شدید شوي دي. له هوايي ډگر څخه تر د کنفرانس جوړیدو سیمې پورې سړک د امنیتي ځواکونو له خوا د عامه ترافیک پر مخ تړل شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب