افريقايي هيوادونه مالي ته عسکر لېږي
۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبهاعلان
په مالي کښي د فرانسوي نظامي مداخلې څخه یوه اوونی وروسته افریقايی هيوادونه هم د اسلامي یاغیانو پر ضد جنګړې له پاره خپل عسکر ورلیږي. لکه څرنګه چي د لوېديځي افریقا د اقتصادي اتحاد –ایکواس یوه ویاند وویل چي د نایجر ځواکونه به د پنجشنبې د ورځي په جریان کښي مالي ته ورسیږي. سربیره پر دې به د نایجر عسکر د مالي د سرحد سره ځای پر ځای سي. بورکینا فاسو او ټوګو غواړي د یکشنبې یا دوسشنبې په ورځ مالي ته عسکر ولیږي. فرانسه په اوس وخت کښي په مالي کښي ۸۰۰ عسکر ه لري او د دفاع د وزارت په حواله به دغه هيواد ته په کراره کراره سره ۲۵۰۰ عسکره ولیږي.