1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افریقایي طالبان د پرمختگ په حال کې دي

۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبه

په تیرو څو ورځو کي په مالي کي ډیري زړه بوږنوونکي پېښي شوي دي. یو شمیر توندلاري اسلامپال د مالي په شمالي ښار تیمبکتو کي مقدس تاریخي او فرهنګي ځایونه خرابوي.

https://p.dw.com/p/15Qw9
انځور: Reuters

یاداښت: دغه لیکنه په مالي کي د مقدسو ځایونو د تخریبولو په اړه د دویچه ویله د مسئول مدیري اوته شیفر، تبصره ده.

دا موضوع یوازي په دې دلیل مهمه نه ده چي تاریخي او فرهنگي ودانۍ تخریب شوي دي، بلکي د دې افراطي اسلامپالو هدف د ټولي افریقا بې ثباته کول دي.

د دویچه ویله د مسئول مدیرې اوته شیفر
د دویچه ویله د مسئول مدیرې اوته شیفرانځور: DW

د توندلارو دغه کار یو ستر گواښ دئ. په مالي کي د «دین د انحصار» په نوم یوه ډله له څو ورځو راهیسي مقدس اسلامي تاریخي ودانۍ تخریبوي. دغه ودانۍ د هغوی د زوړوالي په خاطر د یونسکو له خوا د نړیوال تاریخي میراث په توگه پیژندل شوي وې. دغه توندلاري اسلامپال په ماشیندارو او کلنگانو مجهز دي.

د «دین د انحصار» ډلې د دوشنبې په ورځ په تیمبکتو کې د «سید یحيي» د مسجد ور تخريب کړ. دغه مسجد په ۱۵مې میلادي پیړۍ کې جوړ شوی او د یونسکو له خوا د نړیوال تاریخي میراث په توگه پيژندل شوی دئ.

د سید یحيی مسجد په یوه بیابان کې جوړ شوی دئ چې یو وخت په افریقا کې د اسلامي فرهنگ یو مرکز وو. د افریقا غه صوفې مشربه غوښتل خلک دا خبره ومني چې د دې مسجد ور به د قیامت تر ورځې پوري واز نه شي. د دغو توندلارو اسلامپالو له پاره همدا پلمه کافي وه چې د دې مسجد ور تخریب کړي.

د دین د انحصار د ډلې ویاند سندا اولد بومانا، په اسانې سره د خپلې ډلې دغه ترهگر عمل توجيه کړ: «خدا یو دئ. دغه ټول کارونه گناه لري. موږ مسلمانان یو. یونسکو څه معنی لري.»

په همدې حال کې دغې ډلې ویلي دي چې په تیمبکتو کې به ۱۶ زیارتونه او درې نور مسجدونه هم تخریب کړي.

افغانستان ته ورته وضعیت

له ۱۹۸۸ کال راهیسي تیمبکتو د یوه میراث لرونکي ښار په توگه د یونسکو تر ملاتړ لاندې دئ. په دې ځای کې یاغیان د افغانستان د طالبانو په څیر له تاریخي ودانیو سره برخورد کوي. طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې په بامیانو کې د بودا لویه مجسمه والوزوله. تر دې مخکې هم یونسکو گواښ کړی وو چې په تیمبکتو کې دغه تاریخي ودانۍ د توندلارو اسلامپالو له خوا د تخریب له گواښ سره مخامخ دي.

دا چې ولي په القاعدې پورې تړلي توندلاري اسلامپال په دغه شان عمل لاس پورې کوي د درکولو وړ خبره ده. هغوی تر دې پخوا په نایجریا کې پر مسحیانو د بریدونو په ترسره کولو سره مذهبې جگړې ته لمن وهلي ده او اوس غواړي چې د مسلمانو او غیر مسلمانو د مقدسو مذهبي ځایونو له تخریبولو سره په ټوله افریقا کې بې ثباتي رامنځ ته کړي. له دې سره هغوی غواړي د قدرت خلا رامنځ ته کړي او خپل نفوذ ډیر کړي.

د دین د انحصار ډله دغه ځایونه د اسلام خلاف بولي
د دین د انحصار ډله دغه ځایونه د اسلام خلاف بوليانځور: Getty Images

په افریقا کې د القاعدې پیاوړي کیدل

دا چې دغه ډلې څرنگه د داسې اعمالو په ترسره کولو لاس پورې کوي د درکولو وړ خبره ده. په افریقا کې جرمونه، ناکامه دولتونه، ضعیف سازمانونه او د افراطي اسلامپالې رشد شته دي. د القاعدې شبکه په داسي يوه وضعیت کې د افریقا په قاره کې خپل نفوذ ‌ډیروي. داسې گواښ هم موجود دئ چې د الجزایر له جنوب او لیبیا څخه تر نایجریا پورې د ترهگري یو کمربند رامنځ ته شی چې اروپا او افرایقا ته گواښ راپیدا کړي.

افریقايي دولتونه نه شي کولای چې په یوازیتوب له دغو گواښونو سره مبارزه وکړی. په غربي هیوادونو کې مالي ستونزې ترهگرو سامانونو ته د فعالیت امکان ورکوي.

مالي د افریقې د زوړ تاریخ یوه بیلگه ده. په دې هیواد کې سوله او له یو بل سره د ژوند کولو روحیه موجوده وه. دا هغه څه دي چې د دې هیواد په فلکلور موسیقی کې ښوول شوي دي. مالي یو وخت د فرهنگ، پوهې، صوفیانو او قاضیانو ځای وو. د مالي حکومت غوښتل چې د تیمبکتو تاریخي ودانیو ته په کتو سره سیلانیانو ته صحرايي سفرونه برابر کړي. خو اوس د دين د انحصار ډله هڅه کوي چې د مالي دغه خوب له منځه یوسي.

اوته شیفر/ رسول رحیم
کتونکی: مسعود جهش