1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو اختر ته څرنگه چمتوالی نیولی دی

حسین سیرت۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه

په کابل کې له اختر څخه یوه ورځ مخکې ډیره گڼه گوڼه وه. د دې ښار اوسیدونکو له لوی اختر څخه مخکې د قرباني له پاره څاروي رانیول او په دې ترتیب سره یې د مسلمانانو دې جشن ته چمتووالی ونیوه.

https://p.dw.com/p/16Wgw

د اختر په درشل کې د کابل ښار په پلورنځایونو کې هم د نورو وختونو په پرتله ډیره گڼه گوڼه وي. د کابل او نورو نزدې ولایتونو اوسیدونکي له اختر څخه مخکې د خپل ځان له پاره نوې جامې او نور ضروري توکي رانیسي. کله خو ان دغه دوکانونه د اختر د لومړۍ ورځې تر غرمي پورې هم پرانیستي وي او هغه کسان چې د اختر په ورځو کې د خپل ځان له پاره د ضروري توکو په رانیولو نه وي توانیدلي له دې پلورنځایونو څخه خریداري کوي.

د حج د مراسمو په اړه دلته انځوریز رپوټ لیدلای شئ.

ډیری افغانانو د کابل له پل «کمپني سیمې» څخه د قرباني له پاره څاروي راونیول. دې ځای ته د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو او پاکستان څخه د خرڅلاو له پاره څاروي راوړل کیږي.

زاخیل چې دې بازار ته خپل څاروي د پلورلو له پاره راوستي دي وایي: «یو پسه له اتو زرو څخه تر ۱۳ زرو افغانیو پورې پلورل کیږي. هغه پسه چې ۱۳ زره افغانۍ قیمت لري پنځه منه غوښه کوي.»

لالا اغا هم په دې بازار کې یو بل پلورونکی دی. هغه وایي چې خپل ټول څاروي یې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه راوستي دي. د هغه په خبره سږ کال د هر پسه بیه د تیر کال په پرتله درې زره افغانۍ لوړه شوې ده. هغه زیاتوي: «ما ۱۵۰ پسان راوستي دي. د هغوی په ډله کې هر ډول پسونه شته.»

افغانان د اختر په ورځو کې خپل مالي توان ته په کتو سره پسونه او یا هم نور څاروي قرباني کوي. د قرباني شوي څاروي غوښه بیا پر بې وځلو، گاونډیو او خپلوانو باندې ویشل کیږي.

د نرخونو لوړیدل

هغه کورنۍ چې په یوازیتوب د پسونو د قرباني کولو توان نه لري، له نورو کورنیو سره په شریکه یو لوی څاروی قرباني کوي. د کابل د ښار یو تن اوسیدونکی چې جواد نومیږي وایي: «زه راغلی یم چې یو پسه راونیسم. نرخونه ډیر لوړ شوي دي. تیر کال یو پسه ۱۰ زره وو خو اوس د هماغه پسه بیه ۲۰ زرو ته لوړه شوې ده. بې وځله کسان نه شي کولای دغه پسونه راونیسي.»

محمد کریم د کابل یو بل اوسیدونکی دی چې کمپنۍ ته د یوه پسه د رانیولو له پاره راغلی دی، خو هغه د څارویو لوړې بیو حیران کړی دی. محمد کریم وایي: «بیو ډیر توپیر کړی دی. هره غوا له ۶۰ څخه تر ۸۰ زرو پورې قیمت لري. هغه غوا چې تیر کال ۲۰ زره وه اوس په ۴۰ زره افغانیو ده.»

خو ټول خلک د اختر په ورځ او شپو کې د نوو کالیو او څارویو د اخیستلو توان نه لري. د هرات له ولایت څخه گل محمد، له اختر څخه یوه ورځ مخکې هم د بادمرغان په سیمه کې ولاړ دی او د دې په تمه دی چې یو څوک پیدا شي او هغه د کار له پاره بوځي. هغه د کار له نه شتون او د بیو له لوړوالي څخه شکایت کوي.

پلورونکي وایي چې د بیو د لوړوالي اصلي لامل د تقاضا لوړیدل دي. هغوی زیاتوي چې تر اختر وروسته به بیې بیرته راټیټې شي.