1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو د فوټبال به برخه کې بریا ولمانځله

میرویس جلالزی۱۳۹۲ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سویلي اسیا د هیوادونو جام تر گټلو وروسته د پنجشنبې په ورځ هیواد ته د خوښیو او خوشهالیو یوه څپه له ځان سره راوړه.

https://p.dw.com/p/19gd2
انځور: DW/H. Sirat

په لسګونو زره افغانان د چهارشنبې له ماښام راهیسې کله چي يې لوبډلې په نیپال کې هندۍ لوبډلې ته په پای لوبې کې ماته وکړه جشنونه کول. په پلازمینه کابل او د افغانستان په ډیر شمیر نورو ولایتونو کې دغه بریاليتوب په بي ساري توګه ولمانځل شو.

یوازې ولسي خلک نه وو چې له هوايي ډګرڅخه یي تر غازي لوبغالي پورې خپله لوبډله بدرګه کوله بلکه له سیاست والو نیولي، د پارلمان تر غړو، د کابیني وزیرانو او د بهرنیو هیوادونو دیپلوماتانو هم افغان لوبډله تر غازي ستیدیوم پورې بدرگه کړه. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، هم په هوایي ډګر کې له لوبغاړو سره وکتل او هغوی ته یې د هر راز مالي او تخنیکي امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړ. کرزي وویل چې افغانانو له دغې اتلولي سره نړۍ ته وښوله چې دوی پرمختګ کولای شي . ولسمشر وویل: «نن د افغانستان د ځوانانو بریاليتوب ټولو افغانانو ته مبارکي وایم. هغوی وښوله چې افغانان د پرمختګ وړتیا لري او کولای شي چې په هر ډګر کې بریاليتوب تر لاسه کړي.»

په افغانستان کې د فوټبال د ملي لوبډلي بي سارې ستایني دا وښوله چې افغانان له هر راز توپیر پرته د ملي مسایلو په باب هم فکره او هم نظره دي. د کابل غازي لوبغالي ته راغلو څو تنو ځوانانو چې له ډیري خوشهالۍ یي خپل احساسات نه شوای کنترولولای له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د لوبغاړو د ستایلو له پاره د سلهاو زره کسانو را ټولیدل چې په هر قوم او ژبي پوري تړاو لري دا ښيي چي داسي لوبي د ملي یووالي په ټینګښت کې چې افغانان ورته سخته اړتیا لري ډیره مرسته کولای شي.

محمدالله یو له هغو ځوانانو څخه وو چې غازي ستیدیوم ته د افغان لوبډلې د تشویقولو له پاره راغلی وو. هغه چې د افغانستان بیرغ یي په لاس کې لاره او پر خپل بدن یي هم د افغانستان تور سور او زرغون بیرغ کښلي وو وویل چې افغانان کولای شي د دغه شان سیالیو په تر سره کولو سره له هغو ملکونو سره هم د سیاسي اړیکو په ښه کولو کې کارنده واقع شي چي نن سبا ورسره افغان دولت لانجي لري. محمد الله وویل: «ورزش په نړۍ کې د سولې پیغام راوړونکی دی. تاسو ووینئ موږ له هغو ملکونو سره چې سیاسي لانجې لرو له لوبغاړو سره یې لوبې کوو چې زموږ اړیکې ښې کولای شي.»

د ملي شورا یو شمیر غړي هم په غازي لوبغالي کې راټول شوي ول. د دغې جرګې غړې ناهید فرید، وویل چې هیله لري افغانستان په نورو برخو کې هم د فوټبال په څیر لاس ته راوړنې ولري.

د المپیک د ملي کمیټي د مشرتابه په وینا تر اوسه پورې څه نا څه یو میلیون ډالر د بیلا بیلو سوداګرو، حکومتي چارواکو، ولسي جرګې د غړو او عادي افغانانو له خوا د فوټبال ملي لوبډلي ته د ډالیو په توګه راټولې شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب