1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځله

۱۳۹۰ اسفند ۲, سه‌شنبه

د فبروري ۲۱مه د يونسکو له خوا د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه پېژندل شوې ده چې هرکال د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې لمانځل کيږي.

https://p.dw.com/p/146ct
انځور: DW

سږ کال په افغانستان کې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ په داسي حال کې لمانځل کیږي چې ژب پوهان پر مورنۍ ژبو زدکړي د یوې ژبې د بقا او پر مختگ له پاره ډیرې اړینې بولي.

شاعر ظهور افغان دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې هغه قومونه چې خپله مورنۍ ژبه له لاسه ورکړي هغوی هم د وخت په تیریدو سره له منځه ځي. هغه زیاته کړه: «هغه قومونه له منځه تللي دي چې مورنۍ ژبه ئې ختمه شوي ده.»

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږيانځور: public domain

د هغه په خبره هر کال په نړۍ کې یو شمیر ژبې له منځه ځي. ظهور افغان وایي چې د دې لامل د دغو ژوبو د ویوونکو له خوا له خپلو ژبو څخه د ساتنې نه کول دي.

ژبپوهان وايي چې کله چې یو قوم خپله ژبه هېره کړي نو هغوی ورو ورو خپل کلتور هم هېروي. د دغو ژبپوهانو په خبره کله چې کلتور او ژبه دواړه له منځه ولاړ شي نو بیا دغه قوم هم ورو ورو له منځه ځي او په تاریخ کې ئې یوازې نوم پاټه کیږي.

هغه له دولت، نادولتي ټولنو، ملګرو ملتونو، ملي شورا او ټول ولس څخه وغوښتل چې د افغانستان د ټولو ژبو د ساتنې، بډاينې او ودې له پاره مټې راونغاړي او په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې په کابل کې د یو شمیر غونډو په ترڅ کې پر افغان دولت غږ وشو چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغه هیواد اوسیدونکو ته په خپلو ژبو د زده کړې لاره هواره کړي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش