1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو د کرکیټ بریا په ډولونو او اتڼونو ولمانځله

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ مهر ۱۳, شنبه

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته د کرکیټ ملي لوبډلې د لار موندلو بریا په کور دننه او د باندې د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. دا په تیره یوه میاشت کې له فوټبال وروسته د ورزش په ډګر کې د افغانانو دوهمه لویه لاس ته راوړنه ده.

https://p.dw.com/p/19u41
انځور: DW/F. Zahir

افغانستان د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر څلورمه) د کینیا د ملي لوبډلې په ماتولو سره په آسترالیا کې د کرکیټ نړیوال پنځوس اوریز جام کې خپل ګډون یقیني کړ.

له ولسي خلکو نیولی بیا تر ولسمشره، د کابینې تر غړو او د ولسي جرګې تر وکیلانو پورې ټولو په یوه خوله د دغې بریا هرکلی وکړ او د جمعې له مازیګره بیا د شپې تر ناوخته پورې د پلازمینې کابل په ګډون په ډیرو ولایتونو کې د کرکیټ مینه والو د خپل ټیم د بریا د لمانځلو له پاره جشنونه وکړل.

د کابل په واټونو کې د معمول خلاف په سلګونو ځوانان په موټرو کې سپاره لیدل کیدل چې د وطنپالنې ترانې یې غږولې او د هیواد ملي بیرغونه یې له ځان سره لیږدول.

د کابل ښار د وزیر اکبرخان مېنې دوو تنو اوسیدونکو شرافت او حکیم یار چې د کرکیټ ټیم په بریا بې ساري خوشحاله ول خپل احساسات داسې بیان کړل: «موږ ډیر خوشحاله یو. نه پوهیږو چې خپل احساسات څرنګه له تاسو سره شریک کړو، ډیر د خوشحالۍ ځای دی.»

د کینیا کرکیټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره افغان ملي لوبډلې د لومړي ځل له پاره نړیوال جام ته لاره پیدا کړه. تر دې وړاندې افغان لوبډلې دوه ځله په شل اوریزو سیالیو کې د گډون چانس موندلی وو.

د پلازمینې کابل سربیره، د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د افغان لوبډلې بریا ولمانځل شوه
د پلازمینې کابل سربیره، د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د افغان لوبډلې بریا ولمانځل شوهانځور: DW/F. Zahir


افغان ولسمشر حامد کرزي، هم د کرکیټ لوبډلې دا بریا ستایلې ده. د ولسمشر له دفتر څخه په یوه خپره شوې وینا پاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي دي چې افغان لوبغاړو په خپل سخت زیار، د کینیا ټیم په ماتولو سره د کرکیټ نړیوال جام کې خپل ګډون یقیني کړی دی.

په همدې حال کې د ماليې وزیر هم ژمنه کړې ده چې د کرکیټ بورډ په بودجه کې به زیاتوالی راولي، تر څو ملي لوبډله د نړیوالو سیالیو له پاره لا ډېر چمتوالی ولري.

د کرکیټ د لوبې یو شمېر مینه وال وایي، چې لوبې د افغان ملت جوړونې له پاره یوه اغیزناکه وسیله ده او په کار ده، چې دولت دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ، یو تن چارواکي شهزاده مسعود، د افغان لوبډلې تر بریا وروسته ویلي دي چې په دې وروستیو کې په کرکیټ بورډ کې د عصري مدیریت رامنځته کول او د لوبغاړو فزیکي جوړښت ته زیاته پاملرنه د دې لامل شوې ده، چې ملي لوبډله له غښتلو ټیمونو سره هم په اسانۍ لوبه وکړای شي:

«موږ تر اوسه دوه ځله شل اوریز نړیوال جام ته لاره پيدا کړې خو۵۰ اوریز نړیوال جام ته مو کله هم لاره نه وه موندلې. د کینیا پر وړاندې د جمعې ورځې بریا زموږ د لوبډلې له پاره یوه تاریخي بریا ده.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په افغان ورزش د خلکو باور زیات شوی دی او لوبغاړو ته خلک زیات احترام لري.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د ۵۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام ته لاره پیدا کوي. اوس به افغان لوبډله د ۲۰۱۵م کال په نړیوال جام کې د کرکیټ له مخکښو لوبډلو سره خپل زور و ازمویي
.