1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان اوسنی حکومت تر طالبانو نه زيات رشوت خوړونکی بولی

۱۳۸۵ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د Integrity Watch د ټولنې د يوی ټولپوښتنی پر بنسټ زیاتره افغانان حکومت تر طالبانو نه زيات رشوت خوړونکی بولی.

https://p.dw.com/p/DKAS
انځور: AP

شپيته په سلو کښې افغانان دا وايی چې اوسنی وضع د اتياوو کلنو کله چې شورویان په افغانستان کښې وو او هم د طالبانو د وخت څخه لا خراپه شوی دی.
په پيسو سره اوس سړی دولتي مامورين اخيستی شی، د قضا څخه ځان ساتلی او د پوليسو څخه تيښته کولی شی.

تر ټولو زيات رشوت خوړنکي اداره محکمې او د نننيو چارو وزارت بلل شوی دی.