1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانان باید د ګاونډیو هیوادونو بې احترامي و نه کړي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۸, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان له خلکو، سیاسي ګوندونو او رسنیو څخه وغوښتل چې په داسې اقداماتو لاس پورې نه کړي چې د ګاونډیو هیوادونو د بې احترامۍ سبب وګرځي. کرزي د ګاونډیو هیوادونو د بیرغونو پر سوځولو انتقاد وکړ.

https://p.dw.com/p/18mC7
انځور: REUTERS

په وروستیو اوونیو کې په کابل کې مظاهره چیانو د ګاونډیو هیوادونو بیرغونو او د یو شمیر مشرانو انځورونو ته اور ورته کړی وو.

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د جون اتمه» په کابل کې د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د ګاونډي هیوادونو د یو شمیر مشرانو د انځورونو په سوځولو نیوکه وکړه.

کرزي وويل: «زموږ یو شمیر لاریون کوونکو، د ګاونډي هیوادونو د مشرانو انځورونه وسوځول. دا یو سم او ښه کار نه دی. موږ یو با عزته ملت یو.»

داسې په نظر رسیږي چې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي ډک چلند، د پولو په سر ترینګلتیا او هغه څه چې د افغانستان په چارو کې د دغه هیوادونو احتمالي لاسوهنه بلل کیږي، کله نا کله د دې سبب ګرځي چې افغانان د دغه دوو ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې لاریونونه وکړي.

ولسمشر کرزي وویل هماغه شان چې افغانان نه غواړي چې د مشرانو او هیواد بیرغ یې په ګاونډیو هیوادونو کې وسوځول شي، ګاونډیان هم له افغانستان څخه دغه شان توقع لري.

«په ککړتیا کې نقش نه لرو»

افغان ولسمشر پر دې خبره اعتراف وکړ، چې حکومت یې پر دې نه دی توانیدلای چې د حد څخه د زیاتو هغو موټرو چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي د راتګ مخه ونیسي.

هغه وویل چې په تیرو یوولسو کلونو کې د موټرو د زیاتیدو له کبله، د پخوانیو کلونو په پرتله د کابل هوا څو چنده خرابه شوې ده، ځکه چې د خلکو د رانیولو قدرت زیات شوی دی او دا د دې باعث شوې چې د وخت په تیریدو سره په کابل کې د موټرو شمیر زیات شي. خو کرزي وویل چې افغانستان د صنعتي هیوادونو په څیر د کرې په ککړتیا کې لاس نه لري: «په هغه معامله کې چې نړۍ په کې پرمختګ کوي، موږ نه لاس لرو او له بده مرغه نه کوم تاثیر. خو له نیکه مرغه لاس هم په کې نه لرو.»

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې د ټیټدو له امله انديښنه وښوده او ویې ویل چې دغه ستونزه د دې لامل شوې ده هغه زراعتي ځمکې او باغونه چې پخوا موجود ول، اوس شتون و نه لري.

افغانستان پر داسې مهال د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ ولمانځله چې حکومتي بنسټونه د زراعتي ځمکو د وچیدو او د ځنګلونو د وهلو د مخ پر زیاتیدونکي بهیر څخه خبرداری ورکړی دی.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مشر مصطفی ظاهر وویل چې افغانستان د اقلیم د بدلیدو قرباني شوی دی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د پامیر د غرونو دایمي واورې د ویلې کیدو په حال کې دي.