1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانان خپلي راتلونکې ته خوشبين دي»

۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبه

يوه نظر پوښتنه ښيي چې د امنیت د لېږد بهیر سره سم نزدې نیم افغانان د خپل امنیت په اړه اندیښمن دي. خو يوشمېر افغانان بيا فکر کوي چي هيواد يې د پخوا په پرتله پر سم لوري روان دی.

https://p.dw.com/p/16j4F

د اسیا بنیاد (Asia Foundation) د چهار شنبې په ورځ د «افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې: د افغانستان له خلکو څخه نظر پوښتنه» تر عنوان لاندې خپله وروستۍ نظر پوښتنه خپره کړه. په دغه نظر پوښتنه کې له ۶۳۰۰ کسانو څخه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پوښتنې شوې دي.

په دغه نظر پوښتنه کې ۴۸ سلنه پوښتل شوو کسانو ویلي دي چې ډیر وخت او یا هم کله نا کله د خپل امنیت په اړه اندیښمن وي. تير کال د هغو کسانو سلنه چې د خپل امنیت په اړه یې اندیښنه لرله ۵۶ تنو ته رسیده. د دغې نظر پوښتنې پایلې په ۲۰۰۸ کال کې د تر سره شوې نظر پوښتنې له پایلو سره یو شان دي. که څه هم په دغو شمیرو کې د تیر کال په پرتله لږوالی راغلی دی خو بیا هم د ۲۰۰۶ کال په پرتله لوړي دي. په ۲۰۰۶ کال کې د هغو کسانو سلنه چې د خپل امنیت په اړه یې اندیښنه ښولې وه ۴۰ ته رسیده.

په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۱ کال کې ۴۶ سلنه کسانو ویلي ول، چې افغانستان پر سم لوري روان دی، په روان کال کې دغه سلنه لوړه شوې ده او۵۲ سلني ته رسیدلې ده.

د اسیا بنیاد په اسیا کې د حکومتوالي، قانوني سیستمونو، اقتصادي پرمختګ د ښه کولو او کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو په برخه کې کار کوي.

د هغو کسانو په ډله کې چې د افغانستان په اړه یې خوش بیني ښوولې ده ۴۱ سلنه يې ویلي دي چې د هغوی د خوشبینۍ لامل په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه کیدل دي. دا په داسې حال کې ده چې ۳۵ سلنه نورو بیا ویلي دي چې د بیا رغاوني پروژې هغوی خوشبینه کړي دي.

په افغانستان کې د اسیا بنیاد استازي عبدالله احمدزي، وویل: «لا تر اوسه پورې هم امنیت د افغانانو د خوش بیني او بدبیني له پاره تر ټولو لوی شاخص دی.»

په افغانستان کې له تیر کال راهیسې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد بهیر د پلي کیدو په حال کې دی. په پلان کې ده چې دغه بهیر به تر ۲۰۱۴ کال پوري بشپړ شي او په ترڅ کې به یې د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د پوښتل شوو کسانو له ډلې څخه دوه پر دریمه برخي يې ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري او دا چي نه شي کولای په یوازیتوب پوځي عملیات وکړي.

پر دې سربیره هم ۹۳ سلنه پوښتل شوو کسانو ویلي دي چې پر افغان ملي اردو باندي اعتماد لري. په همدې حال کې ۸۲ سلنه نورو پوښتل شوو کسانو بیا د پولیسو پر فعالیتونو باندي خپل اعتماد ښودلی دی.

له طالبانو څخه د ملاتړ کمیدل

په سنفرانسسکو کې میشت د اسيا بنياد ويلي دي چې د هغو کسانو شمیره چې د طالبانو ملاتړ کوي او یا هم له هغوی سره همدردي ښيي په دوامداره ډول د کمیدو په حال کې دی. په ۲۰۰۹ کال کې د پوښتل شوو کسانو په ډله کې ۵۶ سنله کسانو له طالبانو سره همدردي ښوولې وه خو په ۲۰۱۲ کال کې د پوښتل شوو کسانو له ډلې څخه یوازې یو پر دریمه برخه کسانو له طالبانو سره همدردي ښوولې ده.

ښاغلي احمدزي ویلي دي چې په نظر پوښتنه کې افغانانو د کارموندنې، زده کړې، ټولنیزو خدمتونو او کمپنیو د کارونو په اړه خپله اندیښته څرګنده کړې ده.

د پوښتل شوو کسانو په ډله کې ۲۸ سلنه یې د افغانستان تر ټوله لویه ستونزه امنیتي وضعیت بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې بیا ۲۷ سلنه نورو کسانو بېکاري او یو شمیر نورو فساد د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه بللې وه.

د اسیا بنیاد ویلي دي چې د ۲۰۱۲ کال په نظر پوښتنه کې ښايي د ناامنه سیمو د اوسیدونکو نظرونه شامل نه وي، ځکه دغه راز ډیرو سیمو ته د دې بیناد کار کوونکي د امنیتي ستونزو له کبله په تلو نه دي توانیدلي.

مسعود جهش (د المان خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل