1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنګاپوریان ځانونه تر ټولو بدمرغه بولي

مسعود جهش (فرانس پرس)۱۳۹۱ دی ۲, شنبه

سنګاپوریان خپل ځانونه د نړۍ تر ټولو بدمرغه وګړي بولي. دغه موضوع د «ګال اپ» مؤسسې د یوې څیړنې په پایله کې څرګندیږي چې په تولې نړۍ کې یې د «مثبتو عواطفو» په هکله کړې ده.

https://p.dw.com/p/177zd
انځور: Fotolia/ lichtmeister

که څه هم افغانانو او عراقیانو د اوږدو جګړو له کبله ډیر کلونو په بدبختۍ کې تیر کړي دي، خو د سنګاپور اوسیدونکي خپل ځانونه د هغوی په پرتله هم ډیر بدمرغه بولي.

دا څیړنه په ۱۴۸ هیوادونو کې ترسره شوې ده چې په پایله کې یې د پنځو سوالونو په ترڅ کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د اوسیدونکو رواني حالت ارزول شوی دی. د بیلګې په توګه د څیړنې پوښتنې په دې ډول دي: «ایا تیره ورځ مو خندلي دي؟ ایا تیره ورځ له تاسو سره له درناوي ډک چلند وشو؟»

د څیړنې له مخې سنګاپور چې د سرانه عاید له لحاظه په نړۍ کې پنځم هیواد دی، تر ټولو بدمرغه اوسیدونکي لري. دا خبره پخپله سنګاپوریانو منلې ده. دا په دې معنی چې یوازې ۴۶ سلنه اوسیدونکو د ګال اپ پوښتنو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي.

د ګال اپ څیړنه ښيي چې سنګاپوریان د ارمنیانو په پرتله هم خپل ځانونه کم نیکمرغه بولي او له ژوند څخه لږ خوند اخلي. ارمنستان د هغو هیوادونو په نوم لړ کې چې اوسیدونکي یې له ژوند څخه خوند اخلي له اخره دویم ځای لري.

که څه هم په افغانستان کې له تیرو دیرشو کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده خو بیا هم د دغه هیواد ۵۵ سلنه اوسیدونکو د «ګال اپ» د څیړنې پوښتنو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي. افغانستان د هغو هیوادونو په نوملړ کې چې اوسیدونکې یې خپل ځانونه نیکمرغه بولي ۱۳۶ ځای لري. په دې لست کې د ۱۴۸ هیوادونو نومونه شامل شوي دي. د دې څیړنې له مخې افغانان د صربیانو په پرتله خپل ځانونه ډیر نیکمرغه بولي.

په لاتینې امریکا کې خلک د نورو قارو په پرتله خپل ځانونه ډیر نیکمرغه بولي. په دې قاره کې تر ټولو نیکمرغه هیواد پاناما دی چې ۸۵ سنله اوسیدونکو یې د ګال اپ پوښتنو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي. په دې ترتیب سره نو د نیکمرغه هیوادونو په نوملړ کې پاناما لومړی ځای لري او ورپسې بیا د پاراګوای، السلوادور، تایلند او فلیپین هیوادونه راځي.

په آلمان کې هم یوازې ۷۴ سلنه کسانو د ګال اپ پوښتنو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په مالي هیواد کې چې اوس یې هم شمالي برخې د یاغیانو تر کنترول لاندې دي، ۷۷ سلنه کسانو د ګال اپ پوښتنو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي.

په همدې حال کې بریتانیا د هغو هیوادونو په لست کې چې وګړي یې د نیکمرغۍ احساس کوي ۳۰ ځای خپل کړی دی. امریکا په دې نوم لړ کې ۳۵ او چین ۳۶ ځای لري. له دې سره اوس دا خبره په اثبات رسیږي چې لوړ عاید د ډیرې نیکمرغۍ لامل نه کیږي.